نړۍ خبرونه

بایډن جمهوري غوښتونکو ته: د حکومتي لګښتونو په هکله د خپل سخت دریځ څخه تیر شئ

د متحده ایالاتو جمهور ريیس جو بایډن د استازو مجلس په جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې د حکومت د لګښتونو په هکله د خپل سخت دریځ څخه تیر شي تر څو د دموکراتانو سره موافقې ته ورسیږي

بايډن وويل: وړاندې تر دې چې دا هیواد د مالي مسولیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي، د پور اخیستو اندازه لوړه شي.

ښاغلي بایډن چې د جاپان هیروشیما کې په خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: د مسولیتونو ادا کولو د پاتې راتګ د مخنیوي لپاره چې د متحده ایالاتو او نړۍ په اقتصاد به ناوړه اغیزه ولري، یوازې د جمهوري غوښتونکو د شرطونو له مخې موافقه نه کیږي.

نور ولولئ: ایران ته د بایډن خبرداری؛ د امریکایانو د خوندیتوب لپاره په قوت عمل کوو

هغه زیاته کړه:” وخت یې دی چې جمهوري غوښتونکي ومني داسې هیڅ دوه ګوندي موافقه نشته چې یوازې او یوزاې د هغوي د ګوند په خوښه به کیږي.”

جمهور رئیس بایډن چې ټاکل شوې نن یکشنبه د جاپان څخه بیرته واشنګټن ته راشي یو ځل بیا یې د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي سره خبرې کړي او د دواړو خواوو د مرکچیانو د غونډې غوښتنه یې کړې.

ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې د دوشنبې په ورځ به د ښاغلي مک کارتي سره دوه په دوه وګوري

د استازو مجلس مشر د جمهور ريیس سره جاپان ته تر روانیدو وړاندې هم کتلي و.

کیون مکارتي د کانګرس په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د جمهور ريیس سره خبرې یې ګټورې وې او تر څنګ یې دا هم وویل چې کولی شي ځینو ستونزو ته د خبرو د لارې د حل لاره پیدا کړي.

نور ولولئ: جوبایډن د امریکا د بې پيلوټه الوتکو استفاده محدوده کړه

سپینه ماڼۍ، پالیسي جوړوونکي او بانکونه د څو اوونیو راپدیخوا خبرداری ورکوي چې متحده ایالات د ډیفالټ کیدو په ژۍ ولاړ دی

داسې اقدام چې ښایي امریکا یو نا مالوم لوري ته بوزي او د اقتصادي ځوړتيا او نړیوال مالي بحران په ګډون به جدي عواقب ولري.

په کانګرس کې د بودجې دفتر چې د هیڅ ګوند پورې اړه نلري د تیرې جمعې په ورځ یې وړاندوینه کړې وه که جمهور رئیس جو بایډن او د کانګرس غړي د ملي پور اندازې په لوړلو کې موافقې ته سره ونه رسیږي، دا هیواد ښایي د روان میلادي کال د جون د میاشتې په ۱۵ مې نیټې د خپلو مسولیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

نور ولولئ: بایډن: طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي به خپلې کورنی ته وسپاري

د متحده ایالاتو ملي پور په اوس وخت کې ۳۱.۴ ټریلیون ډالر دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button