هنر او ادب

بوميکا چاولا په «کيسي کا بهای کيسي کا جان» فلم کې د سلمان خان د مور رول لوبوي

بوميکا چاولا له دې وړاندې په يو بل فلم «تیرې نام» کې د سلمان خان د معشوقې رول لوبولی و

«کيسي کا بهای کيسي کا جان» فلم د هندي سينما او شاروخان نوی فلم دی چې په دې نږدې راتلونکې کې به نندارې ته وړاندې شي.

د کيسي کا بهای کيسي کا جان، فلم اصلي لوبغاړي سلمان خان، پوچا هګده او ونکاتش داګوباتي دي.

د نوموړي فلم د کيسي نچوړ داسې دي چې بايجان يو صادق سړی دی چې له خپلو وروڼو سره په خوښۍ او نېکمرغۍ ژوند کوي. بايجان د اختلافونو د له منځه وړلو او د هغې د حل و فصل لپاره له تشدد او خشونت نه کار اخلي خو تصميم نيسي چې د خپلې نامزادې لپاره روانې کړنې بدلې کړي او ځان اصلاح کړي. په دې حال کې، هغه متوجه کيږي چې د نامزدې کورنۍ او پخواني رقيب ترمنځ يې جنجالونه را پيدا شوي، بايجان بې له دې چې څوک خبر کړي د هغوی د ژغورلو او ساتلو تصميم نيسي.

د «کيسي کا بهای کيسي کا جان» فلم مانا ده ( د چا ورور د چا ځان)

نوموړی فلم يو ډراماټيک، خندنی، اکشني او عاشقانه دی چې د فرهاد سامجي په فلمي مديريت په ۲۰۲۳ کال کې جوړ شوی دی. په دغه فلم کې له سلمان خان، پوجا هګده، ونکاتش داګوباتي، جاګاپاتي بابو، رام چاران، شهناز ګيل، ابيمانيو سينګ، پالک تيواري، سيدارت نيګام، بوميکا چاولا، رغاو جويال، آميت تيواري، آجي کومار سنګ، وينالي باتناګار، وينجدر سينګ، شهناز او نورو لوبغاړو رول لوبولی دی.

کيسي کا بهای کيسي کا جان، فلم به د روان ميلادي کال د اپريل مياشتې په ۲۱مه نېټه په رسمي توګه نندارې ته وړاندې کيږي.

سلمان خان له دې فلم وړاندې له شاروخان سره په پټان فلم کې هم مهم رول لوبولی دی.

کیسی کا بهای کيسي کا بهای، فلم يوه لنډه برخه راوتلې ده چې له پراخ هرکلي سره مخ شو.

نور ولولئ: آيا په بهولا فلم کې اجي ديوګن د خپلې لور ليدو ته رسيدلی شي؟

سلمان خان چې د نوموړي فلم مرکزي کرکټر دی چې د هندي سينما يو پخوانی لوبغاړی ګڼل کيږي او د پټان فلم په آخري مکالمه کې د نيم نړيدلي ريل ګاډي په سر له شاروخان سره ناست وي وايي چې؛ اړتيا ده نور خپل ځای نويو لوبغاړو ته پريږدو، خو بیا هم ټینګار کوي چې کار باید ټول هم هلکانو ته پرینږدي.

سلمان خان له پنځوسو کلو زيات عمر لري خو لا يې هم واده نه دی کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button