سیمه

خپلواک همګټي هېوادونه: د افغانستان شاوخوا له امنیتي کمربند د جوړېدو ملاتړ کوو

د خپلواکو همګټو هېوادونو مشر وايي، د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو ملاتړ کوو

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي وايي د دې تړون اجرايي کمېټه د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو لپاره د ټولیز امنیت تړون د وړاندیز ملاتړ کوي.

په دا مهال د ټولیز امنیت تړون سرمنشي وايي، په منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ د پراختیا خطر لا هم شته.

تاسماګامبتوف زیاتوي چې دغه تړون له افغانستان پېښ ګوښونه او ننګونې لا هم څاري او د مخنیوي لپاره یې خپلمنځي همکاري زیاتوي.

له افغانستانه امنیتي ویره

د طالبانو واکمنېدو سره د روسیې په مشرۍ د خپلواکو همګټو هېوادونو او د ټولیز امنیت تړونونه منځنۍ اسیا ته له افغانستان د وسلوالو د ور اوښتو وېره بیا بیا ښيي.

د دې وسلوالو د مخنیوي لپاره ټولیز امنیت تړون د افغانستان هېواد شاوخوا د امنیتي کمربند جوړېدو د پلان لپاره د کارډلې وړاندیز کړی دی.

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي جنرال سرګي لبیدیف د دغه وړاندیز په تایید سره وايي، چې دوی د دغه پلان هرکلی کوي او تمه لري چې د دواړو تړونونو د اړوند څانګو استازي پکې برخه واخلي او په دې ډول د افغانستان شاوخوا امنیتي دېوال جوړېدو لپاره ټولیز پلان جوړ شي.

نور ولولئ: د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

نور ولولئ: بالاخره پاکستان په لومړي ځل د افغانستان له لارې تاجکستان ته کچالو انتقال کړل

د تاس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي لبیدیف په مسکو کې د همګټو هېوادونو غونډې ته په خبرو کې وویل: موږ هیلمن یو چې د دې ډلې کار به د نړیوالو ترهګرو ډلو، د نشه يي توکو او وسلو قاچاق او بې قانونه مهاجرت په شنډولو کې مرسته وکړي.

د همګټو هېوادونو تر منځ شوی تړون

د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند جوړېدو وړاندې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ټولیز امنیت تړون په غونډه کې وکړ.

د امام علي رحمان په دې وړاندیز پسې لږ وروسته د افغانستان په تړاو کارډله جوړه شوه چې د دې سازمان بهرنیو چارو وزیرانو ته ځواب وايي.

په دې ډله کې د دې تړون او خپلواکو همګټو هېوادونو سربېره د ملګرو ملتونو استازي افغان سفارت او نور لېواد درېمګړي هېوادونه هم برخه لري.

دغه هېوادونو بار، بار ویلي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو د ناامنه کولو ویره لري، خو طالبانو بیا ویلي چې افغانستان کې داعش ځپل شوی او ددې توان نه لري چې د سیمې هېوادونه ناامنه کړي.

خو پر دې سربېره، داعش بیا هم په افغانستان کې بریدونه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button