Uncategorized

د IPL سیالیو ۱۸ مه دوره لوبې به د روان کال د مارچ په ۲۲مه پیل شي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د ۲۰۲۵ کال د هندوستان پريمير ليګ مهالويش د يکشنبې په ورځ د هندوستان د کرکټ د کنټرول بورډ (BCCI) لخوا اعلان شو.

د دې سیالۍ د پرانستې لوبه به د مارچ په ۲۲مه د مدافع اتلانو کلکاتا نایټ رایډرز او رائل چلنجرز بنګلور ترمنځ په ایډن ګارډنز، کلکاتا کې ترسره شي.

د دې ستر لیګ پایلوبه به د می په ۲۵مه په همدې میدان کې ترسره شي.

په مجموع کې به ۱۳ سیمې په ۶۵ ورځو کې ۷۴ لوبې کوربه‌توب وکړي چې د IPL ۱۸مه دوره ده.

د ليګ مرحله به له مارچ ۲۲مه تر می ۱۸مه ترسره شي. پلې آف مرحلې به د می له ۲۰ څخه تر می ۲۵ پورې ترسره شي.

پام‌وړ ده چې ممبۍ انډينز به یوازې یو ځل د اپریل په ۷مه د وانکهیډ سټيډيم کې د رائل چلنجرز بنګلور سره مخ شي.

له بلې خوا، چينای سوپر کينګز به دوه ځله په چينای (مارچ ۲۸) او بنګلور (می ۳) کې د RCB سره ولوبېږي.

CSK به د مارچ په ۲۳مه په چينای کې او د اپریل په ۲۰مه په ممبۍ کې د خپلو پخوانيو سیالانو MI سره مخ شي.

ای پي ایل په کرېکټ کې تر ټولو مشهور او لوی لیګ بلل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button