Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د یوناما د نوې رییسې لیده کاته شوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د یوناما له نوي رییس څخه غوښتي دي چې د خپل مسوولیت په چوکاټ کې نړۍ ته حقیقتونه ورسوي. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې ښاغلي متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي رزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي.د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«د بهرنیو چارو وزیر وویل اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان او نړۍ له یو بل سره نږدې شي او لومړیتوبونه، شرایط او د یو بل غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي

د یوناما له نوې رییسه

بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یوناما له نوې رییسې غوښتي چې، د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د افغانستان رېښتینی تصویر نړۍوالو ته ورسوي. له دې سره سم، د چارو ځينې شنوونکي په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې د یوناما نقش ډېر مهم ګڼي

نور یی ولوله | راتلونکې اوونۍ پلازمېنه کابل کې د متفرقه‌وو کانکور ازموینه اخیستل کېږي

نور یی ولوله | هغه پاکستاني لوبغاړي چې ډېرې شتمني لري

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج وايي:«یوناما د افغانستان د رسمیت پېژندلو په چارو کې هم کولای شي چې نړۍ ته قناعت ورکړي، هغه هم په هغه صورت کې چې د طالبانو پالیسي او سیاست په دې حد کې وي چې وکړای شي په لومړي ګام کې یوناما ته قناعت ورکړي.د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی څرګندوي:«د حقیقت موندنې په برخه کې، اسلامي امارت باید د یوناما له ادارې سره هراړخیزه او مستقیمه همکاري وکړي

۷۲ کلنه رزا اوتونبایوا د قرغیزستان ده او د روسیې له یوه دولتي پوهنتونه په فلسفه کې دکتورا لري.هغه په قرغیزي، روسي او انګلیسي خبرې کول شي. مېرمن اوتونبایوا چې په رهبرۍ او ډيپلوماټيکو چارو کې ۳۵ کلنه تجربه لري د دیبرا لاینز پر ځای په افغانستان کې د یوناما رییسه ټاکل شوې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button