افغانستانروغتیا

د افغانستان د نجات نړیوالې کمېټې رئیسه: امریکا باید خپلو مرستو ته دوام ورکړي

اړوند خبرونه: 

افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

شیرین ابراهیم، چې د افغانستان د نجات نړیوالې کمېټې مشره ده، وایي چې د افغانستان د سخت بشري وضعیت له امله، متحده ایالات باید خپلې مرستې دوامداره وساتي.

هغې د «سي‌ان‌ان» خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي: “د متحده ایالاتو د مرستو دود یو له هغو دودونو څخه دی چې باید دوام وکړي.”

د ابراهیم په باور، دا مهال ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۶ میلیونه د خوراکي ناخودیتوب له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، او ۱۴ میلیونه روغتیايي خدماتواو مرستو ته لاسرسی نشته.

شیرین ابراهیم زیاته کړې چې متحده ایالاتو تېر کال د افغانستان لپاره د بشري مرستو ۵۴ سلنه بودیجه تأمین کړې وه، او د دې دوام د افغانستان لپاره حیاتي اهمیت لري.

په همدې حال کې، د نجات نړیواله کمېټه په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان بشري بحران خپل اوج ته رسېدلی، د متحده ایالاتو د مرستو کمښت د میلیونونو کسانو لپاره حیاتي خدمات درولي دي.

همداراز، د دې ادارې د شمېرو له مخې، د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، د میلیونونو کسانو لپاره د زده‌کړې، کار، او روغتیايي خدماتو لاسرسی له منځه وړی، چې د کورنیو سرپرستو ښځو لپاره یې ژوند لا ستونزمن کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button