د افغانستان راتلونکی اقتصاد سقوط حالت کی دی
افغانستان –
ملګرو ملتونو يو ځل بیا د افغانستان د اقتصاد د سقوط د احتمال په باره خبرداری ورکړی . د ضرورت توکو د بيو لوړوالی بې کارۍ او د پېسو کمبود حالت نور هم خراب کړی دی د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس د طالبانو له حاکمیدو وروسته د افغانستان اقتصاد سقوط کيدو ته نژدې شوی دی.
د خوراک د نړيوال پروګرام (ډبليو اف پي) د افغانستان له پاره خاص استازې ماري ـ ايلن مکګرورتي د چهارشنبې په ورځ وويل چې ډېرې بې وزلۍ، د بيو لوړوالي، د شتمنيو کنګل کيدو او د پراختيايي همکاری یندیدو دغه هيواد د نغدو پېسو د يوې سختی ستونزې سره مخ کړی نوموړې خبرداری ورکړی چې ښايي يوازې څو اونۍ وروسته د افغانستان اقتصاد سره وپاشل شي
نوموړی زیاته کړه له يوې خوا وچکالي او د ژمي را رسيدل او له بلې خوا د ضرورت او د سون توکو د بيو لوړوالي حالت نور هم خراب کړی دی . اروپايي ټولنې د افغانستان د اقتصادي سیستم د ویجاړېدو خبرداری ورکړ مک ګرورتي روښانه کړه خلک به د خوړو او د سون توکو د امکاناتو په برابرولو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ شي زه له ډېرې مودې رادیخوا د خوراک له نړيوال پروګرام سره کار کوم خو دا لومړی ځل دی چې وينم چې يو بحران په دومره چټکې سره د پراخیدو په حال کې دی
ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه
په اګست مياشت کې د طالبانو حاکم کیدو رادیخوا افغانستان اقتصادي وضیعت ورځ په ورځ مخ پر خرابيدو دی. د افغانستان يو په دريمه برخه نفوس د لوږې له خطر سره مخ دی که څه هم چې یو شمیر هيوادونو د ملګرو ملتونو په کوربتوب يوه کنفرانس کې له افغانستان سره تر يو ميليارد ډالرو ډېرو پېسو بشري همکاری ژمنه کړې خو ظاهراً د دې ژمنې د عملي کولو په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي. نړيوال نه غواړي چې د مرستې پېسې يې د طالبانو لاسو ته ولوېږي که نړیوال وضع شوی قوانین باندی طالبان عمل وکړی نو نړیوال به یی په رسمیت وپیژنی او نړیواله به وعده عمل وکړی