سات تيري

د افغانستان مشهور خواړه کوم دي؟

په دې لیکنه کې تاسو ته د افغانستان مشهور خواړه درپېژنو

افغاني خواړه د خپلو خوندورذایقوله امله پیژندل کیږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډیری خلک د خوند اخیستو لپاره په ځانګړي ډول افغانستان ته سفر کوي. دلته به تاسو د یو څو مشهورو افغاني خواړو سره آشنا شئ موږ به تاسو ته یو یو در معریفي کړو تاسو ېې هتمن په کور د پښېدو يو هڅه وکړئ. ترڅو د خپل وطن خواړو سره په سمه توګه اشنا شئ.

کابلي پلو بیا نور خواړي دي

کابلي پلاو یو د افغاني مشهورو خواړو څخه دی اکثره افغانان ېې په کورونو کې ډېر په ښه ډول تیاروي او شوق سره ېې خوري کابلي پلاو د نړی به ګوډګوډ کې مشهوردی کله چې د افغاني خواړو خبره کیږي نو د کابلي پلاو ذکر پکې ضرور کیږي.د کور نه بهر د افغانستان په ډېری رېسټورانټونو کې هم ورکول کیږي عام وکړی کله نا کله د کور څخه بهر په رېستورانټونو ته هم دې خواړو لپاره ورزي.

په کابل کې د شینواري کړايي مشهور ده

شینواري کړاهی هم یو د افغاني مشهورو خواړو څخه ده.شینواري د افغانستان د سترو قومونو څخه یو قوم دی دوي د ننګرهار ولایت په مختلو سیمو کې مېشت دي او د اکثرو شینوارو کاروبار شینواري کړاهي دی دغه کړاهي د پسه د غوشې نه جوړيږي او په کړاهي کې د رومیانو اواوګې سره یو ځای پښیږي شینواري کړاهي د کابل په اکثره رېسټورانټونو کې پښيږي او اکثره مالکان ېې شینواري وي.دا د افغانستان تر څنګ د کوزې پښتونخوا په هوټلونو کې هم جوړيږي مشهور ځای ېې مالګو منډوي یادیږي.دغه ځای ته د لرو پرتو سیمو څخه همدغې کړاهي بسې سفرونه کوي.

نور ولولئ: جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

نور ولولئ:  د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

د افغانانو مشهور خواړه منتو دي

منتو هم یو د افغاني مشهورو خواړو څخه دی اکثره افغانان ېې په کورونو کې جوړوي او شوق سره ېې خوري منتو هم  د نړی به ګوډګوډ کې مشهوردی کله چې د افغاني خواړو خبره کیږي نو د منتو ذکرهم پکې ضرور کیږي. د کور نه بهر د افغانستان په ډېری رېسټورانټونو کې ورکول کیږي.منتو د نورو ولایتونو په پرتله شمالی ولایتونو او کابل کې ډېر کارول کیږی اکثره افغانان ېې ډېر په شوق سره جوړوي او تقربیا هر کورنی کې په اسانی سره هروکړی پښولی شی.

afghan 2024 10 16t201612.710

بولاني هم د افغانانو له مشهورو خوړو دي

بولاني د افغانانو مشهورو خواړو څخه دی اکثره افغانان ېې په کورونو کې جوړوي او شوق سره ېې خوري بولاني هم  د نړی به ګوډګوډ کې مشهوره ده.د کور نه بهر د افغانستان په ډېری رېسټورانټونو کې هم ورکول کیږي.د رېستورانټونو برته بولاني به عام لارو کوڅو کې په ګاډو کې هم د هزاره ورونو لخوا پېرل کیږي او اکثره خلک ېې د زر مړېدو لپاره خوري کله چې څوک د قیمته خواړو وس نه لري نو بولاني ورته یو ښه انتخاب توسعه کیږي.

اش یا اشک کوم ډول خواړه دي؟

آش هم د افغاننانو مشهورو خواړو څخه دی اکثره افغانان ېې په کورونو کې جوړوي او شوق سره ېې خوري آش هم  د نړی به ګوډ ګوډ کې مشهوره دی.د کور نه بهر د افغانستان په ډېری رېسټورانټونو کې ورکول کیږي.اش اکثره هېوادوال د ژمي په موسم کې ډېر کاروي.او د ډېری ناروغیو لپاره لکه زکام او نورې د ژمي ناروغیو لپاره د درملنې په موخه هم کارول کیږي

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button