د امریکا انتخابات؛ د ډونالډ ټرمپ او کماله هرېس تر منځ لومړنۍ مناظره

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې ډونالډ ټرمپ او کماله هرېس په لومړۍ مناظره کې سره مخامخ شول
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټانو نومانده کماله هرېس په لومړۍ مناظره کې له یو بل سره مخامخ شول.
د ولسمشرۍ د مناظرې په پیل کې کماله هرېس وویل:« تل د منځنۍ طبقې د ښه والي لپاره غږ پورته کوم، زه یو پلان لرم چې له مخې به یې له هغو امریکایانو سره مرسته وکړم، چې د اقتصاد په اړه اندېښمن دي.»
کماله هرېس ویلي، امریکایان غواړي هېواد متحد کړي، نه غواړي چې د ډونالډ ټرمپ دورې ته لاړ شي، د ډونالډ ټرمپ په دوره کې هر ځای ګډوډي وه.
د کماله هرېس لخوا د ټرمپ ننګېدل
هغې زیاته کړه:« ډونالډ ټرمپ هیڅ پلان نه لري، موږ د امریکايي کاري ځواک د ملاتړ لپاره کار کړی.»
د هغې په وینا، ډونلډ ټرمپ له کورنۍ جګړې وروسته پر ډیموکراسۍ تر ټولو ناوړه برید وکړ او د هغه په دوره کې د هېواد د عامې روغتیا حالت د پېړۍ تر ټولو بد حالت و.
اغلې هرېس وویل:« موږ څه کړي دي او څه چې غواړو هغه د امریکایانو هیله ده.»
نور ولولئ: ولسمشر غني: ملګرو ملتونو او امریکا د ډیجیټلي حکومتولۍ مخه نیوله
نور ولولئ: جان بولټن: امریکا باید د طالبانو مخالفو ډلو سره پوځي مرستې وکړي
نور ولولئ: د امریکا ټاکنې؛ کمالا هرېس د ډیموکراټ ګوند نومانده شوه
هغې د اسراییل په اړه وویل:« اسراییل حق لري، چې له ځانه دفاع وکړي؛ خو دا اړینه ده چې څنګه دفاع کوي.»

هغې وویل، په غزه کې ګڼ ملکي وګړي او ماشومان وژل شوي او په غزه کې د اوربند غوښتونکې ده.
هرېس وړاندې وایي، چې ډونالډ ټرمپ د ماشوم د زیانولو په اړه دروغ وايي؛ د هغه د سقط پالیسي د امریکايي ښځو سپکاوی دی.
هغې زیاته کړه، ډونالډ ټرمپ په امریکایانو کې د تر ټولو بدې بېکارۍ لامل شوی.
کماله هرېس د ټرمپ اقتصادي پلان کاپي کړی
له بل پلوه د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ بیا ویلي:« امریکایان په تېرو څو کلونو کې له انفلاسیون سره مخ وو. زما د ادارې پر مهال انفلاسیون نه و، د دوی په وخت کې د انفلاسیون کچه لوړه شوه.»
ډونالډ ټرمپ تور پورې کړ، چې کماله هرېس د جو بایډن اقتصادي پلان کاپي کړی او هغه د اقتصاد د ښه کولو لپاره کوم پلان نه لري.
هغه همداراز هرېس د امریکا په تاریخ کې ترټولو بده د ولسمشر مرستیاله وبلله.
ټرمپ وویل، چې ډیموکراټانو ګڼ شمېر امریکایي تجهیزات طالبانو ته پرېښي دي او له افغانستانه یې د وتلو شېبه د امریکا په تاریخ کې ترټول بده شېبه بللې ده.
هغه ویلي، طالبانو سره یې ځکه مذاکره وکړه چې هغوی امریکایي سرتېري وژل.