نړۍ خبرونه
رجحان

د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

امریکا او تاجکستان پرېکړه کړي چې د افغانستان اړوند الوتکې به طالبانو ته تسلیم نه کړي

د امریکا او تاجکستان دغه پرېکړې ته د طالبانو تر واک لاندې دفاع وزارت غبرګون ښوولی او ویلي دي دي چې دغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده. 

دوی وايي، دا ډول معامله او پرېکړه ورته د منلو نه ده.

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.

امریکا او تاجکستان باید له دې پرېکړه په شا شي

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د دفاع وزارت د ازبکستان له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې له امریکا سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړې، چې ازبکستان باید د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.

ور یی ولوله | متحده عربی امارتو د پاکستان سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې اعلان وکړ

ور یی ولوله | ملګری ملتونو کې د چین سفیر: د طالب چارواکو پر سفر دې بندیزونه ختم کړی شي

دغه وزارت تر هغه وروسته په دې اړه غبرګون ښودلی، چې امریکا او ازبکستان هوکړه کړې، چې د افغان پېلوټانو له‌خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶ چورلکې او الوتکې په موقتي توګه هغه هېواد ته وسپاري.

د ازبکستان تر څارنې لاندې د یادو الوتکو پاتې کېدل

امریکا,تاجکستان,د طالبانو غبرګون

په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک ازبک کوون نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا او ازبکستان د افغان پوځ اړوند د هغو جنګي الوتکو او پوځي چورلکو د وضعیت په اړه موافقې ته رسېدلي، چې د افغان پېلوټانو له‌خوا په ۲۰۲۱ کال کې ازبکستان ته وړل شوې وې.

د یادولو ده، چې طالب چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې له ازبکستانه غوښتي و، چې دغه پوځي چورلکې او الوتکې دې دوی ته وسپاري؛ خو ازبکستاني چارواکو ویلي و، چې په دې اړه یې خبرې له امریکا سره روانې دي.

پر دې سربېره د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی چې که په ټاکنو کې ددغه هېواد ولسمشر شو، نو په افغانستان کې د څه باندې ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې به له دغه هېواده راوباسي، خو طالبان بیا وايي، داد افغانستان ملکیت دی. 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button