Uncategorized

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمیسیون به د افغان ښځو د وضعیت ارزونې لپاره غونډه وکړي

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمیسیون د افغان ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره غونډه کوي.

دغه کمېسیون وايي، دا غونډه به د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، یوې افغان اعتراض کوونکې مېرمن وحیدې امیري، د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې غړې میترا مهران او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې د مرستیالې هیدر بار په ګډون د راتلونکې سې شنبې په ورځ، چې د اسد ۹مه ده، جوړه شي.

د افغان ښځو د وضعیت خرابېدل

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیال مشره هیدربار وايي، هغه ښځې چې د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون ته بلل شوي، داسي کسان دي چې د افغان ښځو له وضعیت سره تر ټولو ډېرې نژدې پاتې شوي دي.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

هېدر بار ویلي؛ په دې ناسته کې به په دې اړه هم خبرې وکړي، چې د امریکا دولت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ترسره شویو جنایتونو په اړه دغه ډله ځواب ویلو ته مجبوره کړي.

afghan 2024 07 30t091257.891
افغان زده کوونکو چې د ښوونځیو له بندېدو وروسته په کور کې زده کړې کوي

د طالبانو له خوا نامناسب محدودیتونه

د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په وینا، د طالبانو له‌خوا “سخت او غیر انساني” محدودیتونو چې له کار څخه د ښځو منع کول او له زده کړو محرومول په‌کې شامل دي، په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ګډون کولو او پر خصوصي ژوند کې د دوی د کنټرول وړتیا په جدي ډول کمه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې دغه بندیزونه او په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو د ژورېدو په ګډون د هغو پراخې پایلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د بشري حقونو د ډېرو ادارو له‌خوا مستند شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، شاهدان به د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو اوسنی وضعیت بیان کړي او د امریکا کانګرس ته به د اقدام لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button