د امریکا د مرستو کمښت؛ د روغتیايي سکټور سقوط او د لوږې بحران

اړوند خبرونه:
افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو
د واشنګټن پوسټ د راپور پر بنسټ، د ټرمپ ادارې لخوا د بهرنیو مرستو له کمولو وروسته، افغانستان کې بشري وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی دی. روغتونونه د لومړنیو درملو له کمښت سره مخ دي، لوږه په بې ساري ډول ډېره شوې او میلیونونه افغانان چې یو وخت یې پر نړیوالو مرستو تکیه کوله، اوس له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
واشنګټن پوسټ په خپل یوه تازه راپور کې د دې ناورین ژور انځور وړاندې کړی، چې ښيي د امریکا د پالیسۍ بدلون څنګه د عادي افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی.
د یوې کورنۍ کیسه: د هیلو پای
د کابل په یوه ساعته واټن کې پروت د “حاتم خېل” کلی د لسیزو جګړو ځپلی او له لومړنیو خدمتونو بې برخې دی. د دې کلي اوسېدونکی محمد عثمان، چې د کلونو سخت کار یې لاسونه چاودلي، وايي که شتمن شي، لومړی به د خپلې کورنۍ لپاره اوړه، بوره او غوړي واخلي – هغه څه چې له میاشتو راهیسې یې نه لري. د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې نړیوالو مرستندویانو د دوی کلي ته خوراکي توکي راوړل، خو کله چې د ژمي لپاره د نورو مرستو تمه وه، هیڅ هم رانغلل.
عثمان یادې ورځپانې ته وايي: “یوازې زما یو زوی کار لري. زموږ حکومت (طالبانو) هیڅ هم نه دي راکړي، اوس نور هېوادونه هم مرسته نه کوي.”
واشنګټن کې د پالیسۍ بدلون او اغېزې یې
کله چې ۲۰۲۱ کال کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو لوی بشري مرستندوی هېواد و او د ټولو بشري مرستو تر ۴۰ سلنې ډېره برخه یې ورکوله. خو کله چې ډونالډ ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته راغی، دا مرستې تقریباً په بشپړ ډول ودرېدې. ټرمپ اعلان وکړ چې د بهرنیو مرستو پروګرامونه ځنډوي ځکه چې “د امریکا له ګټو سره سمون نه خوري او په ډېرو مواردو کې د امریکايي ارزښتونو خلاف دي.”
د امریکا حکومت د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) لغوه کړه او په ټوله نړۍ کې یې زرګونه مرستندویه قراردادونه فسخ کړل. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (SIGAR) د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ټول امریکايي بشري او اقتصادي پروژې، چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره و، بندې شوې دي. د اپرېل په اتمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د خوړو له نړیوال پروګرام (WFP) سره یې هم مرستې بندې کړې، ځکه اندېښنه لري چې دا مرستې “ترهګرو ډلو ته ګټه رسوي.” سپینې ماڼۍ د دې ادعا د ثبوت لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل.
د روغتیايي سکټور ړنګېدل
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، د جون میاشتې پورې په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د ټرمپ ادارې د کار بندولو د امر له امله ځنډېدلي یا بند شوي، چې له امله یې تر ۳ میلیونه ډېر خلک اغېزمن شوي دي. که څه هم ځینې روغتونونو د نورو مرستندویانو په مرسته خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي، خو له اتو روغتیايي کارکوونکو سره په مرکو کې هغوی په ټول هېواد کې د روغتيايي سیستم د خرابېدو خبره کوي.
غزني کې ډاکټران وايي چې آن د انټي بیوټیک، درد ضد درملو او د سرطان درملو په څېر لومړني توکي هم نه لري. په لغمان ولایت کې یو ډاکټر وايي چې د مرستو کمښت د ګرځنده کلینیکونو د بندېدو لامل شوی، چې له امله یې په لرو پرتو سیمو کې ښځې او ماشومان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي. د اکسیجن سلنډرونه دومره کم شوي چې ډاکټران مجبور دي پرېکړه وکړي چې کوم ناروغ ته لومړیتوب ورکړي. ځینې خلک اوس د درملنې لپاره بېرته پخوانیو دودیزو لارو لکه “شکسته بندانو” ته مخه کوي.
د لوږې بحران او د طالبانو متضاد غبرګون
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده. د دې ادارې مشر جان آیلیف وايي: “تصور وکړئ چې تاسو خپل ماشومان کلینیک ته بیایئ او ګورئ چې د مرستو د کمښت له امله کلینیک تړلی دی.” هغه زیاتوي که چېرې تر ژمي مخکې لرو پرتو سیمو ته په پراخه کچه خوراکي توکي ونه رسېږي، “موږ به د مړینې د یوې لویې څپې شاهدان و اوسو.”
د طالبانو رژیم په دې اړه متضاد پیغامونه ورکوي. د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان واشنګټن پوسټ ته په مرکه کې د مرستو د کمښت پر ویجاړونکو اغېزو اعتراف کړی او ویلي یې دي: “مهرباني وکړئ د افغانستان خلک مه هېروئ.” خو د اقتصاد وزارت یوه لوړپوړي چارواکي عبدالطیف نظري بیا یوې ځايي راډیو ته ویلي چې بهرنۍ مرستې “پروپاګنډي” دي او “موږ خپلې ستونزې د کورني تولید له لارې حل کوو.”
مخ پر زیاتېدونکې ولسي نارضایتي
د بې وزلۍ او بېکارۍ په اړه شکایتونه ورځ تر بلې ډېرېږي. په کابل کې یوه ۲۱ کلنه نجلۍ “اریا” وايي: “له طالبانو پرته بل څوک په دې ورځو کې دنده نه شي موندلی.” حتی دولتي کارکوونکي هم له ستونزو سره مخ دي او وايي چې معاشونه یې کم شوي یا پر وخت نه ورکول کېږي.
۲۰ کلن رقیب الله، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو په یوه بمي چاودنه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې، اوس د سړک پر غاړه د لامبو پلاستیکي سامانونه پلوري. هغه وايي: “ټرمپ د هغه څه مسؤل دی چې نن پر افغانستان تېرېږي.”