د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لایحه وړاندې شوه
ټېم بورچټ د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لایحه وړاندې کړه
اړوند مطالب:
سیګار: واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې
سیګار: امریکار د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې
د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کې د ټینسي ایالت استازي ټېم بورچټ یوه لایحه وړاندې کړې ده چې تضمینوي د دغه هېواد پيسې د طالبانو لاس ته و نه رسېږي.
بورچټ پنجشنبه د مرغوي پر ۲۰مه، پر خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې په دې لایحه کې درې لویې برخې شاملې دي.
نوموړي لیکلي: «نن مې ترهګرو ته د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو نه ورکولو لایحه معرفي کړه، څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو لاس ته نه لوېږي.»
هغه زیاته کړې ده، چې که دا لایحه تصویب شي، نو په لومړی ګام به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړ وي چې طالبانو ته د هر ډول بهرنۍ مرستې د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه او پلې کړي.
دغه امریکایي چاراواکي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په یوه رسمي لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپه وغوښتل چې له طالبانو سره د واشنګټن مالي مرستې ودروي.
بورچټ طالبانو ته د مالي سرچینو د لیږلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او په دې برخه کې یې د ټرمپ د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د نړیوالو بنسټونو له لارې د څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو د مرستو لیږل تایید کړي وو.