د ای سي سي د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي لوبې کله او چېرته پیلېږي؟
![afghan 2025 02 13t081644.376](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-13T081644.376-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) چمپینز ټرافي سیالۍ له ۸ کلن ځنډ وروسته بېرته بیا پیلېږي.
د یو ورځنیو لوبو د پاکستان اتله لوبډله چې اتلولي یې په ۱۹۹۶ کې ګټلي وه، له مودو وروسته یو ځل بیا د ای سي سي په چوکاټ کې ددې لوبو کوربهتوب کوي.
د ۲۰۲۵ کال د چمپیز ټرافي سیالو کې چې د فبرورۍ په ۱۹مه پیلېږي او د مارچ په ۹مه پای ته رسېږي، د کرېکټ په ډګر کې ۸ غوره لوبډلې په کې لوبېږي.
دغه ۸ لوبډلې به په دوو ګروپونو کې لوبېږي او له هر ټاپ ګروپ نه به دوه غوره ټیمونه سیمې فاینل ته لاره پیدا کوي.
هر ټیم به د لوبې د ګټلو په مقابل کې ۲ پاوینټونه تر لاسه کوي چې د بې پایلې لوبې او بایلونکي ټیم لپاره به هېڅ هم نه وي.
بله مهمه خبره داده چې د ترلاسه کړو پاوینټونو په صورت کې به نیمه پایلوبه به د ځانګړو پاوینټونو پر بنسټ ټاکل کېږي.
هغه لوبې چې پاکستان کې ترسره کېږي، د کراچۍ په نیشنل سټوډیوم، د راولپنډۍ کرېکټ سټوډیوم او د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د چمپینز ټرافي لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۹، د پاکستان په وخت ماسپښین ۲:۰۰ بجې د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې د پاکستان او نیوزلنډ تر منځ کېږي.