نړۍ خبرونه

د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د خبرو پیل

د ایران حکومت تایید کړه چې له امریکا سره یې د منځګړو له لارې خبرې دوام لري‌

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن دوشنبه د واشنګټن او تهران ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د بندیانو د تبادلې احتمال ته په اشارې ویلي “موږ د منځګړو له لارې د خبرو اترو او د دیپلوماتیکو مذاکراتو پایلو ته منتظر یو.”

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌ای پرون يکشنبه د خپل اټومي انرژۍ سازمان له یو شمېر مدیرانو سره په لیدنه کې ویلي وو چې “د ایران اټومي زېربناو د خوندیتوب په صورت کې، هوکړه څه ستونزه نه لري.”

امریکا او ایران به هوکړې ته ورسېږي؟

هغه پر دې هم ټینګار کړی و چې اړین ګامونه دې واخیستل شي خو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د خوندیتابه تر مقرراتو ورهاخوا دې بل څه ته غاړه نه اېښودل کېږي.

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپرېدل چې تهران او واشنګټن یوې لنډمهالې هوکړې ته نږدې شوې دي.‌ خو تر اوسه یوې خوا هم رسمآ دغه رپوټونه نه وو تایید کړي. تازه د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري غونډې ته په دې اړه مالومات ورکړي.

نور ولولئ: د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

خو ښاغلي‌کنعاني ټینګار کړی چې “موږ او مرکچي ټیم مو د اټومي هوکړې په اړه جدي فکر کوو” او دا چې د دې هوکړې په تړاو به د ښاغلي خامنه‌ای د امرونو، ملي ګټو او قانون په رڼا کې “مطلوبې پایلې ته تر رسېدو کار ته دوام ورکړو.”

پخوانۍ خبرې یې له خنډ سره مخ شوي وې

د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې ته د بېرته ګرځېدو په تړاو غیرمستیقې خبرې د تېر کال د اوړي وروستیو کې له خنډ سره مخ شوې.

تر هغې وروسته دواړو خواو یو بل تورن کړی و چې ګواکې غیرمنطقي غوښتنې لري.

اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې‌ د دوی حکومت که څه هم د داخلي وړتیاوو او همدا راز له ګاونډیو او دوستو هېوادونو سره د پراخو اړیکو پاللو پر مټ د بندیزونو سیاست د شنډولو لاره نیولې، خو هېڅکله یې د دغو بندیزونو پورته کېدو لپاره دیپلوماتیکې لارې چارې نه دې پرېښې او نه به یې پرېږدي.

هغه زیاته کړه “د دوستو هېوادونو له لارې چې مقابل لوري سره نږدې اړیکې لري، د دیپلوماتیکو پیغامونو او مذاکرې تبادله روانه وه او ده.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button