سفر خبرونه

د ایران او پاکستان لخوا د کډوالو د ستنولو ګواښ؛ طالبان د زغم غوښتنه کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ایران او پاکستان د افغان کډوالو په ستنولو کې د زغم غوښتنه وکړه

د ایران ولسمشر پزشکیان تېره ورځ وویل چې افغان کډوال به افغانستان ته ستانه کړي، خو نن امیرخان متقي وویل، ګاونډي هېوادونه باید د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم کار واخلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، له ټولو هېوادونو په تېره له ایران او پاکستان یې تمه دا ده چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاط کار واخلي.

افغان کډوالو ته باید تکلیف ونه رسېږي

امیرخان متقي د پاکستان او یران یادولو سره هیله وکړه چې افغان کډوالو ته پکې تکلیف ونه رسېږي او په خپله خوښه ستنېدو ته پرېښودل شي.

ښاغلي متقي نن کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې دا خبرې وکړې.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

نور ولولئ: اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو په مننې سره زیاته کړه: «په ځانګړې توګه مو د پاکستان اسلامي جمهوریت او ایران اسلامي جمهوریت چې څنګه چې څلوېښت کاله یې د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان پخپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»

afghan 2024 09 17t155302.203
افغان کډوال

دې وروستو کې له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

له افغان کډوالو سره ناوړه چلند

همهاله افغان کډوال شکایت کوي چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.

د ایران په یزد کې افغان کډوالو تېره شنبه رسنیو ته داسې ویډیو لېږلې وه چې پکې افغان ځوانان ټپي وو.

دوی ادعا کوله چې په دغه ښار کې ایرانیانو پر دې ځوانانو موټر خېږولی او پښې یې ور ماتې کړې دي.

له دې سره ایراني چارواکي بیا بیا د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو څرګندونې کوي.

تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې بې قانونه کډوال به په درناوی خپل هېواد ته ستانه شي، خو افغان کډوال شکایت لري چې د پاسپورټ اوویزې لرلو یا د ایران د کډوالۍ اسنادو با وجود هم ځینې کسان نیول کېږي او افغانستان ته ستنېږي.

د طالبانو پر رژیم نیوکه کېږي چې افغان کډوالو ته په افغانستان کې دننه د سرپناه او کار زمینه نه شي برابرولی. دوی وايي، طالبان نه شي کولی چې په افغانستان کې خلکو ته کار پیدا او د بې روزګارۍ کچه راټیټه کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button