سفر خبرونه

د ایراني پلاوی مشر: د ایران حکومت پرېکړه داده چې قانوني او غیر قانوني کډوال منظم کړي

د ایراني پلاوی مشر او ددغه هېواد د عدلیې وزیر وايي، زموږ پرېکړه داده چې قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي

د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره پر ایران او پاکستان د افغان کډوالو نوي څپه هم ورغله، خو دواړو هېوادونو په تېرو دریو کلونو کې له افغان کډوالو سره تر ټولو ډېر بد چلند وکړ.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان وایي، چې د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.

د عسکر جلالیان او خلیل حقاني تر منځ لیدنه

ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې کړي.

جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.

نور ولولئ: ایرانی پلاوی کابل ته تللی او د بندیانو د تبادلې په خاطر له طالبانو سره ګوري

نور ولولئ:  ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري

نور ولولئ: تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان د ۳۵۰ کورنیو راستنېدل

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه کاږلي، چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.

همدا راز، جلالیان له امیرخان متقي سره په ناسته کې ویلي و، چې یران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.

په دې ناسته کې پر ځانګړي میکانیزم ټینګار

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.

د خلیل الرحمن حقاني او امیر خان متقي په ګډون له ایراني پلاوي سره د یو شمېر نورو طالب چارواکو لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو او افغانانو د وژل کېدو په تړاو لا هم طالبانو د خپلو موندنو ورستي جزییات نه دي په ډاګه کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button