نړیوال خبرونه

د برېکس غړو هېوادونو اعلامیه: طالبان باید د افغان نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي

چین او د برېکس غړو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې پر نجونو د زده کړو بندیزونه لرې کړي

په هره نړیواله غونډه کې د طالبانو له واکمن رژیم غوښتل شوي چې پر افغان نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او دوی ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو له دې سره، سره طالبانو بیا هم نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ده ورکړي.

تازه د چين، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ د کازان غونډې په اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي. دوی د خلکو د اساسي حقونو په رعایت کولو ټينګار وکړ او په سوله ییزه توګه یې د افغانستان د مسایلو د حل غوښتنه وکړه.

د افغان نجونو زده کړې او د برېکس غونډې غوښتنه

د برېکس مشرانــو د خپلې شپاړسمې ناستې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د وګړو د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومي ډلو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

نور ولولئ: د ایران ولسمشر پزشکیان: سیمه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

په دې اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته د بېړنیو او پرته له ځنډه د بشري مرستو د رسولو پر اړتیا هم ټینګار شوی او له طالبانو غوښتل شوي، چې د نجونو د منځنۍ او لوړو زده کړو بندیزونه لغوه کړي.

د برېکس مشرانو همداراز وویل: «په افغانستان کې باید د پام وړ اقدامات وشي څو اطمینان ترلاسه کړو، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا نه کارول کېږي.»

له ترهګرو ډلو د پاکستان افغانستان غوښتنه

د اعلامیې په بله برخه کې راغلي: «مونږ له یوه داسې خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه چې له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاک هېواد وي، ملاتړ کوو.»

د برېکس شپاړسمه سرمشریزه د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبه په ورځ د لړم لومړۍ نیټه د روسیې فډراسیون د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوه او د لړم تر درېیمې نېټې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، سویلي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او د ایران مشران حضور لري.

طالبانو پر افغان ښځو او نجونو ځپونکي بندیزونه وضع کړي او په دې برخه کې یې له هر ډول نرمښت او انعطاف ښودلو ډډه کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button