Uncategorized

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی

د بشري حقونو څار سازمان په تازه راپور کې ویلي چې طالبانو افغانستان د بشري حقونو جدي بحران سره مخامخ کړی دی

د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان په نړیواله کچه د بشري حقونو ” تر ټولو جدي بحران” سره مخ دی

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر ټولو جدي بحران رامنځ‌ته کړی دی.

دې سازمان پرون په یوه راپور کې چې د دې ادارې د ښځو د برخې مرستیالې هېدر له قوله یې خپور کړی لیکلي، طالبانو په سیسټماټیک ډول د نجونو او ښځو حقونه په ځانګړي ډول د دوی زده‌کړو، کار، سفر، سیاسي مشارکت او بیان ازادۍ حقونه نقض کړي دي.

له نجونو سره د طالبانو بد چلند

د بشري حقونو سازمان په دې راپور کې ادعا کړې چې نړۍ او افغانستان په تېرو ۷۵ کلونو کې یعنې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تصویب وروسته، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرته؛ له نجونو او ښځو سره د داسې بد چلند شاهد نه‌‌دی پاتې شوی.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د پخوانيو پوځیانو د ربړونې دوام

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

هېدر بار: نړیوال دې طالبانو ته د پروټوکول پر ځای په غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون او سفرونو مخه ونیسي

هېدر بار: نړیوال دې طالبانو ته د پروټوکول پر ځای په غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون او سفرونو مخه ونیسي

د طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو څار سازمان د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې یې ټولو افغانانو ته د هغوی حقوق ورکړي دي.

pakistan attack
له خلکو سره د طالب جنګیالیو چلند

د طالبانو له لوري د ښځو شکنجه

د بشري حقونو څار سازمان بیا په خپل راپور کې یادونه کوي چې طالبان هغه ښځې چې د دې وضعیت پر ضد غږ پورته کوي، په خپل‌سري شکل نیسي، شکنجه کوي یې، سپکاوی ورته کوي او ان ورکوي یې.

دې سازمان له نجونو او ښځو سره د طالبانو د دې بد چلند پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون ډېر ورو بللی او زیاتوي، نړیوالې ټولنې افغان نجونو او ښځو ته پاملرنه نه‌ده‌ کړې.

دا سازمان لیکي، د بشري حقونو څار سازمان، د بښنې نړیوال سازمان، د حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون او یو شمېر نور بنسټونه دې پایلې ته رسېدلي چې طالبانو د جنسیت پر بنسټ جنایات کړي او دې موضوع ته رسېدنه د عدالت نړیوالې محکمې او د جرمونو نړیوالې محکمې په واک کې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button