Uncategorized

د جلا وطنه افغان نجونو کرېکټ لوبډله له دریو کلونو وروسته لومړنۍ لوبه کوي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

ټاکل شوې ده چې په استرالیا کې د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله، دغه هیواد ته له کډوالېدو وروسته په لومړي ځل د مسابقې لپاره میدان ته راووځي.

د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس دوشنبې په ورځ په ملبرن کې ویلي و چې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې لپاره یې د یوې سیالۍ تابیا کړې ده.

د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې په استرالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، نن (پنجشنبه) سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي.

د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي.

د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې د افغانستان د ښځو د ټیم د مسابقې اعلان په داسي حال کې وکړ چې دوې افغان لوبغاړې ناهیده څپاند او فیروزه امیري یې ترڅنګ ولاړې وې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button