ځایی

د خلکو او طالبانو تقابل؛ د ننګرهار په لاریون کې څو ولسي وګړي وژل شوي

په ننګرهار کې د سیمې خلک هغه مهال وقهرېدل چې طالبانو ورباندې ډزې وکړې او څو تنه یې ووژل

طالبان دغه خلک غاصبین بولي، خو د سیمې خلک وايي چې دوی به له دغه ځایه ونه کوچېږي، ځکه دا یې خپله سیمه ده.

په ننګرهار کې طالب مقامات وايي چې د پنجشنبې په ورځ مۍ نهمه (حمل۲۰) په یوې مظاهرې کې د یو طالب چارواکي په ګډون څو تنه وژل شوي دي.

پېښه له هغه وروسته وشوه چې د جلال اباد تورخم د لارې ترمنځ یوې سیمې کې اوسېدونکو ته وویل شول چې کورونه او سیمه تخلیه کړي.

په دې سیمه کې د ګمرک جوړېدل

طالبان وايي چې دا خلک په حکومتي ځمکې ودان دي‌ او طالبان غواړي دغلته د کمرک لپاره یوه نوې ودانۍ جوړوي.

په تورخم کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ یو مسئول عرفات مهاجر فرانس پرس اژانس ته ویلي چې طالبانو د دغې سیمې اوسېدونکو ته وویل چې کورونه تخلیه کړي چې د کمرک د ودانۍ جوړېدو ته لاره پرانیستل شي، خو «د سیمې خلکو شخړه پیل کړه» چې په کې «یو طالب مقام او څو نور کسان، چې دا ځمکې یې (په ناقانونه) توګه نیولې، ووژل» شول.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

نور ولولئ: طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا تره‌خیل زندان ته اچولی

طالبانو نه دي ویلي چې دا خلک څنګه وژل شوي دي. خو په ټولنیزو رسنیو کې په ځینوخپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې د مظاهرې په مهال ډزې کېږي‌ او مظاهره کوونکي‌ تښتي.

د دغې شخړې له کبله د جلال اباد تورخم لاره هم د څه وخت لپاره بنده شوې وه.

د سیمې خلک قباله هم لري

یو عیني شاهد جمیل کوټوال وویل چې چارواکي وايي دا ځمکه د حکومت ده، خو دغلته مېشت کوچیان ادعا کوي چې ځمکه د هغوی ده او قباله یې هم لري.

نوموړي د یوې مظاهره کوونکي له خولې وویل چې په پېښه کې «درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل» دي،‌ او په خبره یې که ستونزه حل نه شي، مظاهره به روانه وي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهېسې چې بیا طالبان واکمن شوي، مظاهرې کمې کېږي. څو ورځې مخکې په بدخشان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کروندو د اړولو په مهال هم خلکو مظاهره وکړه چې بیا ډزې وشوې او دوه تنه ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې په سیمه کې طالبانو پر خلکو ډزې کړي چې درې کسان وژل شوي او نور ټپیان دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button