د فوربس مجلې تحلیل: چاپیریالي لاملونه به د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل سبب شي
د فوربس مجلې لیکوال د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ رامنځته کېدونکې تعامل ته کتنه کړي ده
فوربس مجلې په باکو کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې د طالبانو ګډون ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې چاپېریالي لاملونه کولای شي د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ د لنډمهاله تعامل سبب شي.
دغې مجلې لیکلي، اذربایحان د هند او چین په ملاتړ طالبان د اقلیمي بدلون غونډې ته وروبلل.
دغې مجلې په ټینګار سره دا هم لیکلي، چې دغه تعامل باید د طالبانو په سیاستونو کې د ټولنیزو بدلونونو سبب هم شي.
د اقلیمي بدلون په غونډه کې د طالبان ګډون
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له هغې وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د اقلیمي بدلون غونډې ته بلل کېږي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ناسته کې باکو ته تللی و.
نور ولولئ: سلوانیا فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند
نور ولولئ: چین: د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو لپاره له سیمو هېوادو سره مشورې کوو
د فوربس مجلې په مطلب کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې د طالبانو د پلاوي ټول تمرکز په دغې ناسته کې د ملګرو ملتونو څخه د نویو او پرمختللو وسایلو تر لاسه کول و.
په مطلب کې دا هم راغلي، چې د افغانستان لپاره د زرغون اقلیم له صندوق څخه یو شمېر پروژې یو ځلې بیا افغانستان ته په واک کې ورکړل شي.
په مطلب کې راغلي، چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې یو له ځپل شویو هېوادونو څخه دی او د ګڼو چاپېریالي ستونزو او وحشي ځناورو د ورکېدو له هغې ډلې د واورین پړانګ د ورکېدو سره مخامخ هېواد دی.
د افغانستان لېتیوم برخه کې د چین لېوالتیا
فلزي لېتیوم چې په افغانستان کې ډېر پیدا کېږي، یو له هغو ارزښتناکو سرچېنو څخه دي او د هغو بټریو په جوړولو کې ډېر کارېدونکي دي چې د زرغونې تګلارې په پلي کولو کې زیات ارزښتناک دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر کال په وري میاشت کې ویلي و، چې د «ګوتیون» په نامه چینايي کمپنۍ غواړي د افغانستان د لېتیم په کانونو کې لس مېلیارده ډالر پانګونه وکړي.
فوربس مجلې په خپل مطلب کې د مېشیګان نیوز سورز په حواله لیکلي، ګوتیون هغه کمپنۍ ده چې د برېښنايي موټرو د بټریو د جوړولو لپاره یې د ۲.۳۶ مېلیارده ډالرو په ارزښت د یوې کارخونې د جوړولو تکل کړی، دغه کمپنۍ د مېشیګان ایالت سره نږدې ده او د دغه ایالت د قانون جوړونکو تر څار لاندې هم ده.