د فوټبال نامتو لوبغاړی دیګو مارادونا پېژنئ؟
د فوټبال دغه نامتو لوبغاړی چې خورا مشهور دی، بې وخته ومړ
تېز، بېپروا او په بشپړ ډول نه اټکل کېدونکی، مارادونا د برید یو ماسټر و، چې په اسانۍ سره یې بال له یو پښې څخه بلې ته اړاوه. هغه بې شمیره سیالان را شاته پریښودل او ډیری وختونه یې د خپل چپې پښې سره په زړه پورې ګولونه وهل.
سالواتور بګني وايي: “هر هغه څه چې د نوموړي په فکر کې راتلل، نو نوموړي به هغه په خپلو پښو سره ترسره کول”.
د زیاتیدونکي وزن له امله د مارادونا د چټک سرعت وروسته په خپل مسلک کې ورو شو او په ۱۹۹۱ کې هغه په خپل لومړي دپینګ سکینډل کې ګیر شو. نوموړي د کوکاین د کارولو او عادت کېدلو وروسته په ۱۹۹۷ کې استعفا ورکړه او هغه مهال نوموړی ۳۷ کلن و.
د نشه يي توکو له کارولو او د مرګ تر کومې
په ۲۰۰۰ او بیا په ۲۰۰۴ کې د کوکاین له امله د زړه ستونزو لپاره نږدې مرګ حالت ته داخل شو، هغه وروسته وویل چې د نشه یي توکو ستونزه یې پای ته رسولې. کوکاین هغه ته لویه ستونزه راپېښه کړه او له هر څه یې ګوښه کړ.
له نن څخه ۴ کاله پخوا د ۲۰۲۰ د نوومبر په ۲۵ مه د فوټبال نامتو ارجنټایني لوبغاړی دیګو مارادونا د ۶۰ کلونو په عمر د زړه د درېدا له کبله مړ شو.
نور ولولئ: فوټبال؛ اسپانیا د انګلستان په ماتولو د ۲۰۲۴ کال د اروپا جام خپل کړ
نور ولولئ: په فوټبال کې تاریخي پېښې
نور ولولئ: افغانستان په فوټبال کې هند ته ماته ورکړه
مارادونا په اتیایمه لسیزه کې د نړۍ تر ټولو مشهور او تکړه لوبغاړی ګڼل کېده؛ وروسته د ارجنټاین د فوټبال ټیم روزونکی شو او یوه موده یې، چې ارجنټاین خراب اقتصادي وضعیت درلود د کابینې د غړي په توګه کار وکړ.
خو د ده ژوند له ډېرو لوړو ژورو ډک و. یوه موده په مخدرو موادو روږدی شو بیا په الکولو معتاد شو.
د نړیوال جام لاسته راوړل
ده په ۱۹۸۶ م کال د ارجنټاین لپاره نړیوال جام وګوټ او د خپل وخت تر ټولو ښه ګولونه یې ووهل.
۶۰ کاله د یوه ورزشکار لپاره ډېر کم عمر دی چې ومري خو مارادونا روغتیا ته تقریباً هیڅ پام نه دی کړی.
مارادونا چې له فوټباله له تقاعد کېدو وروسته د (Gimnasia y Esgrima) لوبډلې روزونکی و، په ځلونو د ناروغیو له کبله په روغتون کې بستر شوی او یو ځل یې پخوا د زړه جراحي عملیات هم کړي وو.
په دوه زرم میلادي کال کې هم نژدې و چې د کوکین د استعمال له کبله ومري. وروسته څو کاله تر کلکې څارنې لاندې و چې مخدر مواد ونه کاروي.
دغه راز په ۲۰۰۵ م کال یې د چاغښت له کبله عملیات شو. دوه کاله وروسته د ډېرو الکولو د څښلو له کبله د ځیګر په ناروغۍ (هیپتایت) اخته شو.