Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د م.م سرمنشي: پر افغان ښځو وضع شوي ظالمانه بندیزونه باید لرې شي

د م.م سرمنشي ګوټېرش ویلي چې د افغان ښځو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه باید لرې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار لګول شوی ظالمانه محدودیت باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌‌کړو او کار باید لګول شوي “ظالمانه” محدودیتونه له‌منځه یوړل شي.

انټونیو ګوټېرېش د افغانستان په اړه د دوحې له ناستې یوه ورځ وروسته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغان نجونې او ښځې باید وکولای شي چې د ژوند په ټولو چارو کې په بشپړ او معناداره توګه په ټولګي کې له چوکۍ تر هغه مېزه چې پرېکړه‌‌کوونکي وي، ګډون وکړي.

un2
افغان محصلانې چې طالب رژیم یې پر وړاندې د پوهنتون دراوزه تړلي ده.

طالبانو د ښځو پر زده کړو بندیزونه لګولي

د طالبانو حکومت که څه هم چې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده‌‌‌کړو بندیز لګولی او د دولتي ادارو په ګډون یې په ټولو غیر دولتي ادارو کې له کار هم منع کړي، خو له دې ټولو سره سره ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي.

نور ولولئ: د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

نور ولولئ:  راتلونکو دوو ورځو کې، ۲۰ هېوادونو په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کوي

نور ولولئ: د م.م سر منشي: د دوحې په ناسته کې پر اړینو مسایلو هوکړې وشوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په دوحه کې د یوې غونډې کوربه و په خپله ایکس‌پاڼه دا هم لیکلي چې افغانستان د امنیت د ټینګښت، د فساد د کمولو او پر کوکنارو د بندیز په برخو کې ښه پرمختګ کړی، خو وايي ډېر نور کارونه پاتې دي چې باید و یې کړي.

un1
اعتراض کوونکې نجونې چې له طالب رژیم د زده کړو حق غواړي.

په دې اړه د نړیوالو هڅو دوام

هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ څو دا خبره یقیني کړي چې د ټولو افغانانو حقوق او اړتیاوې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د لومړیتوبونو اصلي محور وي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې د طالبانو د رژیم پر وړاندې پر دوی د محدودیتونو او بندیزونو د مخنیوي له امله د عملي اقداماتو په نه کولو د نیوکې ترڅنګ وايي، اړینه ده چې د دې ستونزو د حل لپاره عملي کار وشي.

ګوټېرېش یادونه کوي چې سږکال به هم د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړ وي په داسې حال کې چې دې هېواد ته د مرستو له پلانونو سره تراوسه یوازې څه کم درې سلنه بسپنه اعلان شوې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو سره له دومره فشارونه د مېرمنو زده کړو او کار ته اجازه نه ده ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button