سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې پر روان بشري حالت انديښنه ښودلې

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري

د کابل د ځوانانو د پارلمان پخوانۍ غړې سمیعه قادري د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر کړنو نیوکه کوي.

هغه وایي چې د دوحې د ناستې په اړه څنګه چې د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو تمه او نظر درلوده؛ د هغوی غوښتنې او ګټې په پام کې ونه نیول شوې.

نور ولولئ: امريکا کې بشري حقونه د امريکايانو لپاره سرخوږی ګرځېدلي

نوموړې وايي: “تل زموږ ټولو نړیوالو سازمانونو ته هیله وه، خو له بده مرغه چې نړیوالې ټولنې وروسته له ډېرو وختو خپل غږ جګ کړ، خو د افغانستان په استازولۍ هيچا هم ګډون نه درلود، هیڅوک نه وو چې د افغانستان و اوسي او دا غونډه یې د بندو دروازو شاته وه او د استازو د کډون پرته وشوه.”

افغان مېرمنې په داسې حال کې د دوحې او په ورته نورو نړیوالو غونډو نیوکه کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري

هغه زیاته کړه: “د دوحې په ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د ترهګرو سازمانونو د شتون، د یوه ټولشموله حکومت د نشتوالي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې. ځکه په افغانستان کې پنځوس سلنه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له زده‌کړو بې برخې دي او دې محرومیتونو د دغه هېواد راتلونکی له ستونزو سره مخ کړی دی. دا ټول هغه مسایل دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نور مهم مسوولان یې په اړه کار کوي.”

نور ولولئ: سيګار وايي امريکا له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هیواد پاتې شوی

پاټل زیاته کړه دا ټول هغه ټکي دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نور مسوول چارواکي ورباندې کار کوي.

د دوحې غونډه د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب په قطر کې د ۲۳ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه

په لومړي سر کې د دې غونډې په اړه نیوکې او غبرګونونه زیات وو.

داسې انګېرل کېدل چې په دې غونډه کې ښايي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه وشي، هماغسې چې د ملګروملتونو د سرمنشي مرسیتالې امینې محمد یې په اړه ویلي وو، خو وروسته د ملګروملتونو عمومي منشي رسنیو ته وویل، دا غونډه د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د رامنځته کولو په اړه وه، نه د طالب د پېژندلو په اړه.

نور لولئ: ټام ویست د افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت د ټينګار وکړ

دې غونډه کې د طالبانو حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button