نړیوال خبرونه

د متحده عربي اماراتو کې د رئیس الوزراء درملنه

د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپورونو پر اساس د طالبانو د رئیس الوزراء ملا حسن اخوند درملنه وشوه

د متحده عربي اماراتو رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو د رژیم رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د متحده عربي اماراتو په یوه روغتون کې د هغه ناروغۍ له امله درملنه شوی چې دا څه موده نوموړی ورڅخه کړېده.

ملا محمد حسن اخوند دا څه موده ناروغ و چې په هېواد کې یې درملنه ونه شوه او له همدې امله نوموړی عربي متحده اماراتو ته لاړ او هلته یې د خپلې درملنه وکړه.

د عربي متحده اماراتو چارواکو طبي پرسونل ته امر کړی و چې د ښاغلي درملنه په سم ډول وکړي او د ملا حسن اخوند روغتیا ته پام وکړي.

د ملا حسن اخوند پوښتنې ته د اماراتو د دولت رئیس ورتګ

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس جلالتمآب شیخ محمد بن زاید د طالبانو د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د روغتیا پوښتنې ته هغه روغتون ته ورغی چې نوموړی په کې د درملنې په موخه بیستر و.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

ښاغلي محمد حسن اخوند له رئیس شیخ محمد بن زاید سره په لیدنه کې له افغانستان سره د اماراتو د بشري، بیارغنیزو او نورو مرستو له امله امننه وکړه.

نوموړي شیخ محمد ته وویل: له طبیعي پېښو او نورو بېړنیو مرستو په کولو له تاسو او ستاسو له دولت مننه کوو، ځکه تاسې په هر حالت کې د افغانانو مخنیوی کړی دی.

د عربي متحده اماراتو نورې مرستې

دوه کاله وړاندې متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې څو ورځې وړاندې زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه. په یاده زلزله په زرګونو کسان اغېزمن شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

3100337617663408570 768x435
په هرات ولایت کې د زلزلې پر مهال د ټپیانو لپاره د عربي متحده اماراتو لنډمهال کلینیک

له افغانانو سره شوي مرسته زاید بن سلطان النهیان د خیریه بنسټ او نورو بنسټونو څخه راټوله شوي او بیا زلزله ځپلو ته لېږل شوي ده.

د عربي متحده امارتو له لوري یاد بیړنی روغتون داسې مهال جوړیږي چې په هرات کې د تېرې څه باندې یوې اونۍ زلزلو له امله ناورین را منځته شوی.

د یادونې وړ ده چې وروستۍ زلزلې په هرات ولایت کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېره کورونه یې له یوې مخې له منځه وړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button