افغانستان

د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو دوه کاله پوره شول

دوه کاله پوره شول چې طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي

طالبان وايي چې دوی له شپږم پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ تګلاره چمتو کوي، خو تر اوسه پر همدې بهانه دوی له زده کړو پاتې دي.

نور ولولئ: امریکايي چارواکي د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ په سویلي افریقا کې له نژادي تبعیض سره ورته بولي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش نن په خپله اېکس(پخوانۍ ټوېټر پاڼه) لیکلي: “د دوشنبې په ورځ دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ مخه نیول شوې ده. دا له بشري حقونو نه توجیه کېدونکی سرغړونه ده، چې ټول هیواد ته اوږدمهاله زیان رسوي. نجونې د ښوونځي دي، اجازه ورکړئ چې بېرته ښوونځيو ته لاړې شي.”

 له طالبانو د ښوونځیو پرانیستلو پرله‌پسې غوښتي

په دې مودې کې په افغانستان کې په کور دننه دیني عالمانو، سیاسي مشرانو او بهرنیو خیریه ټولنو او سازمانونو له طالبانو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه نه یوازې د طالبانو د مشرتابه په دریځ کې بدلون نه لېدل کېږي، بلکې د طالبانو حکومت د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

تېرو دوو کلونو کې په کور دننه او له بهره په وار وار د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنې شوې.

نور ولولئ: هېډر بار وايي له طالبانو سره جوړجاړی دوی د ښځو پر وړاندې نور هم زوړر کوي

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی هم کابل ته د دې لپاره استولی وو چې له طالبانو سره پر دې موضوع تفاهم وکړي چې د نجونو زدکړې له اسلام سره ټکر نه لري.

طالبان پرله‌پسې وعدې کوي، خو پایله معلومه نه ده

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له هغه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي و: ”د نجونو زدکړې زموږ د ټولنې اړتیا ده او له شرایطو سره سم به دا موضوع حل شي ”.

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکي و، دواړو غاړو د نورو موضوعاتو تر څنګ د نجونو زده کړو او د ښځو د کار پر اړوندو ځینو مهمو مسلو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې طالبان لوړ پوړي چارواکي هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کوي، خو پر دې سربېره بیا هم یادې موضوع ته حل نه پیدا کېږي او تر اوسه ناحله پاتې ده. د مثال په توګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي بار بار ویلي چې د نجونې زده کړې د دوی شرعي حق دی او باید ورکړل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button