سات تيري

د نیمې شپې د وږي کېدلو لاملونه څه دي؟

د نیمې شپې وږي کېدل یوه ناروغي ده او که د بدن اړتیا؟

په نیمه شپه کې وږي کېدلو یو لامل دا هم کېدلی شي چې تاسو په ورځنيو خوړو کې داسې کافي خواړه ونه لری چې ستاسو د وجود کالوري او نوره انرژي در پوره کړي.

تاسو هم له هغو یاست چې په نیمه شپه کې له خوبه راپاڅئ او بې اندازې زیات وږي یاست. کله مو هم فکر کړی چې ولې سړی په نیمه شپه کې وږی شي؟

afghan (27)
د نیمې شپې د وږي کېدلو لاملونه څه دي؟

لوږه یو بېړنی احساس دی، یانې کېدای شي چې د بدن وضیعت مو بدل کړي. له خوبه مو پاڅوي او مجبور مو کړي چې په نیمه شپه کې په پخلنځي کې دیګونه وپلټئ. که دا حالت څو ورځې پرله پسې دوام وکړي نو د ستونزي لامل کېږي او نه یوازې دا چې بد عادت دی، د خوب کیفیت مو هم خرابوي. مجبور یاست چې حل ورته پیدا کړئ. دلته به یې حللاره درښیو، خو غوره حللاره یې د خوراکي رژیم تغیرول دي.

کله چې وږي شئ، نو ولې له خوبه راویښېږی؟

تاسو ارام ویده یاست، خو د بدن غړي مو فعالیت کوي، هغوی د هر فعالیت لپاره انرژۍ ته اړتیا لري، او دا انرژي د خوړو له لارې پوره کېږي.

afghan (29)
د نیمې شپې د وږي کېدلو لاملونه څه دي؟

دا ستونزه د زیاترو کسانو په خوراکي ريژیم پوري تړلي وي، مګر ډېری وخت د ځینو درملو خوړلو له امله هم دغسي ستونزې پیدا کېدای شي.

ښایي درته جالبه معلومه شي، خو ډېر خوراک هم د شپې د وږي کېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول هغه خوراک چې نشایسته او شکر ولري. ځکه دا له حده زیات د ویني د شکر لامل کېږي، همدارنګه پانکرانس د انسولین هورمون په تولیدولو سره د وینې طریقه کموي او د لوږي لامل کېږي.

نور ولولئ: ۸ هغه عام خواړه چې الرجي لري

نور ولولئ: د ورځنیو غوره جنسي اړیکو نیولو لپاره کوم خواړه مهم دي؟

نور ولولئ: د افغانانو دودیز خواړه

څېړونکي هم سپارښتنه کوي چې له خوبه وړاندې هغه مغذي خواړه وخورئ چې له ۲۰۰ کمه کالوري ولري، دا کولای شي چې میتابولیزم ښه کړي او د لوږي مخه ونیسي.

afghan (30)
د نیمې شپې د وږي کېدلو لاملونه څه دي؟

تاسې لږ خوب مه کوئ او پوره یې کړئ

د خوب کموالی یو بل له هغو لاملونو څخه دی چې په نیمه شپه کې د لوږي لامل کېدای شي. د خوب کموالی کېدای شي د وینې شکر کم کړي. او همدارنګه زیاتره وخت د خوب کموالی د شپې د لوږې لامل هم کېدای شي. ډېری خلک دا ستونزه لري، خو له دوی څخه ډېرو کمو خلکو ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره اقدام کړی دی تر څو ارام خوب ولري او په نیمه شپه کې د لوږي احساس ونه کړي. ډېری بیا د نیمي شپې وږي کېدلو پر لاملونو ځان نه پوهوي.

afghan (28)
د نیمې شپې د وږي کېدلو لاملونه څه دي؟

بل که غواړئ چې تاسو د شپې وږي نه شی، نو د ورځنیو خوړو کیفیت ته فکر وکړئ او ځان ډاډمن کړئ چې تاسې په خوړو کې هر ډول انرژي پوره کوونکي خواړه شته او کنه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button