کورني خبرونه

د هرات له حوزوي روغتون سره د متحده عربي اماراتو د ۹ ډیالیز ماشینونو مرسته

متحده عربي اماراتو د هرات د زلزلې پرمهال هم په هرات ولایت کې لنډمهاله کلینیکونه جوړ کړي وو

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې متحده عربي اماراتو د هرات له حوزوي روغتون سره د نهو ډیالیز ماشینونو مرسته کړې ده.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پنجشنبه د تلې پر ۵مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ماشینونه پرون د هرات روغتون ته سپارل شوي دي.

ناروغانو ته د اسانتیاوو برابرېدل

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه چې دا مهال په هرات کې دی، ویلي چې په دغو ماشینونو سره به ناروغانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابری شي.

f8jpdo9w8aavjnl
f8jpdo9w8aavjnl

بلخوا، د هرات روغتون رییس محمد برات ټینګار کړی چې له اوو شته ډیالیز ماشینونو په ګټې اخیستنې سره په میاشت کې ۵۰۰ کسان ډیالیز کېدل، خو د نويو ماشینونو په  فعالېدو سره به دا شمېر په میاشت کې ۸۰۰ کسانو ته زیات شي.

نور ولولئ: د فلسطیني ټپي ماشومانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شوه

نور ولولئ: متحده عربي امارات او بشري مرستې

نور ولولئ: ډوډۍ، کار او عدالت؛ ددې شعار ورکوونکو ښځو لاریون طالبانو په درنو ډزو تیت او پرک کړ

ډیالیز ماشین هغه وسیله ده چې د پښتورګو پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د وینې پاکولو لپاره کارول کیږي.

د عربي متحده اماراتو نورې مرستې

دوه کاله وړاندې متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې څو ورځې وړاندې زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه. په یاده زلزله په زرګونو کسان اغېزمن شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په هرات ولایت کې د زلزلې پر مهال د ټپیانو لپاره د عربي متحده اماراتو لنډمهال کلینیک رامنځته شوی و.

له افغانانو سره شوي مرسته زاید بن سلطان النهیان د خیریه بنسټ او نورو بنسټونو څخه راټوله شوي او بیا زلزله ځپلو ته لېږل شوي ده.

د عربي متحده امارتو له لوري یاد بیړنی روغتون داسې مهال جوړیږي چې په هرات کې د تېرې څه باندې یوې اونۍ زلزلو له امله ناورین را منځته شوی.

د یادونې وړ ده چې وروستۍ زلزلې په هرات ولایت کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېره کورونه یې له یوې مخې له منځه وړي دي.

د هرات روغتون د هېواد په لوېدیځ کې تر ټولو لوی روغتیایي مرکز دی، چې له بادغیس، فراه، نیمروز، غور او نورو ولایتونو ګڼ ناروغان د درملنې لپاره ورته راځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button