لوبې

د هند او سریلانکا ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه هند وګټله

هند کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ پیل په بریا سره وکړ او دغه په زړه پورې لوبه کې یې په یوازې او یوازې دوه منډو بریا خپله کړه.

د هند او سریلانکا ملي لوبډله : 

د هند او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د هند په کوربتوب په ممبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې سریلانکا د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

نور یی ولوله | اسلامي امارت: پاکستان دې له بې بنسټه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي

نور یی ولوله | ګرمی اوبه څکل دانسان بدن لپاره څه ګټي لری

د هند کرکټ : 

هند کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې ایشان کیشن ۳۷، هاردیک پانډیا ۲۹، دیپک هوډا ۴۱ او اکشر پټېل ۳۱ زیاتې منډې وکړې. سریلانکا ته ونېندو هسرنکا، چمیکا کرونارتني، دننجایا ډي سلوا، مهیش ټیکسانا او دلشن مدوشانکا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

د هند له لورې د ۱۶۳ منډو هدف په تعقیب سریلانکا کرکټ لوبډلې زبردسته توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۰ منډې وکړې او دغه په زړه پورې لوبه یې په یوازې دوه منډو ویایلله.

د دوی له ډلې کوشل مینډیس ۲۸ او داسون شانکا ۴۵ زیاتې منډې وکړې. بله خوا هند ته شیوام ماوي ۴، عمران ملک او هارشل پټېل ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. دیپک هوډا د لوبې غوره لوبغاړی شو

 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button