لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان  کرکټ غوره لیګ سیالیو وروستي مالومات

د هندوستان غوره ليګ سياليو په دوام تېره شپه سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لکناو سوپر جاينټ لوبډلې سره لوبه وکړه

د آی پي اېل سياليو په لسمه لوبه کې لکناو سوپر جاينټ لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغه سياليو په لړ کې لسمه لوبه چې حيدراباد او لکناو له يو بل سره مخ و، د حيدراباد لوبډلې لوبډلمشر آدين مارکرام د لوبې پچه وکټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د حيدراباد لوبډلې له لوري پيل ښه ونه شو، د دوی پيليز لوبغاړي ژر-ژر وسوزېدل، د حيدراباد لوبډلې له لوري راهول ټريپاټي په په ۴۱ توپونو ۳۴ منډې وکړې چې تر نورو هم لوبډلو لوبغاړو مخکښ و، ورپسې امپولپرېټ سينګ په ۲۶ توپونو ۳۱ منډې او عبدالصمد په ۱۰ توپونو ۲۱ ناسوزيدلې منډې وکړې.

د لکناو لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې بيا کرونل پنډيا په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې خپلې سیالې لوبډلې ته ورکړې او د هغوی ۳ لوبغاړي يې وسوزل، اميت ميشرا په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې د لوبې له ډګره بهر کړل او په راوي بوشنای باندې بيا په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې جوړې شوې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه.

حيدراباد لوبډلې له شل اورونو لوبولو وروسته خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۱ منډې يې جوړې کړې چې سيالې لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه.

د لکناو لوبډله د هدف پوره کولو په پار ميدان ته راښکته شوه

په توپ وهنه کې د لکناو لوبډلې له لوري لوبډلمشر کېل راهول په ۳۱ توپونو ۳۵ منډې، کرونل پنډيا په ۲۳ توپونو ۳۴ منډې او کېل ميورس په ۱۴ توپونو ۱۳ منډې وکړې.

د لکناو لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوزيدو سره د لوبې په ۱۶ اور کې ورکړل شوی ۱۲۲ منډې هدف ترلاسه کړ.

د حيدراباد لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې عادل رشيد په ۳ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، د افغانستان کيڼ لاسي توپ اچونکي فضل الحق فاروقي په ۳ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې د لوبې له ډګره بهر کړ او بهانشوار کومار بيا په ۲ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او يوازې يوه ویکټ يې ترلاسه کړه.

نور ولولئ: د هندوستان کرکټ غوره ليګ سياليو په دوام تېره شپه پنجاب کينګز لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

کرونل پنډيا چې ښه توپ وهنه او هم يې غوره توپ اچونه ترسره کړې وه، د لوبې غوره لوبغاړی شو.

 د نننۍ لوبو له حاله هم خبر شئ

نن بيا د آی پي اېل لوبو په لړ کې دوه لوبې ترسره کيږي.

په لومړی لوبه کې راجستان رويلس له ډهلي کپيټلس سره مخ کيږي چې د افغانستان پر وخت په ۲:۳۰ بجو ده.

دويمه لوبه بيا د مومبيي انډينس او چينای سوپر ګينګ تر منځ په ۶:۳۰ بجو ترسره کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button