Uncategorized

د هېواد د )بدن ښکلا) اتل په کابل کې ومړ

اړوند مطالب: 

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د بدن د ښکلا او فېټنس فدراسیون مسوولینو د هېواد د ملي ټیم د غړي «علي‌رضا آساهي» د مړینې خبر ورکړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې علي‌رضا آساهي پنجشنبه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې مړ شوی دی.

د بدن د ښکلا او فېټنس فدراسیون دا هم ویلي چې د آساهي د جنازې مراسم به سبا (جمعه) د پل‌سرخ سیمې، د قلعه‌وزیر کوڅې په «امام زمان» جومات کې وشي، او د کابل په لوېدیځ «امید سبز» شهرک کې به خاورو ته وسپارل شي.

علي‌‌رضا آساهي په تېر لړم میاشت کې د دویم کال لپاره د ۸۰ کیلو ګرامه څخه د زیاتو وزنونو په کټګورۍ کې د نړۍ د بدن جوړونې په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.

هغه سیالۍ د ۱۵ ام پړاو لپاره د مالدیپ په «ادوی» ښار کې شوې وې.

د نوموړي پر مړینه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو غمرازي څرګنده کړي ده.

د ویلو ده چې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د علي‌رضا آساهي پرله‌پسې لاسته‌راوړنې د افغانستان د لوبغاړو د هڅونې په برخه کې مهمې بلل شوې دي.

بلخوا د هېواد ورزشکارانو په ټولنیزو پاڼو د «علي‌رضا آساهي» پر مړینه خپګان ښودلی او هغه یې د ورزش په برخه کې ستره ضایع بللې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button