Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د پاکستان پوځ له ۷۰ کالو راهيسې حاکم دی؟

عمران ادعا کوي چې د پاکستان پوځ له ۷۰ کالو راهیسې پر دغه هېواد حاکم دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، په دغه هېواد کې پوځ له اوو لسیزو راهېسې په مستقیم او یا هم غیرمستقیم ډول پر دې هېواد واکمن دی.

نوموړي د پاکستان په سیاست کې د پوځ پر ښکېلتیا او د دغه هېواد پر اوسني حالت ځانګړې مرکه کړې.

نوموړی وايي که “څوک فکر کوي چې پوځ په حکومتولۍ کې ښکېل نه دی، ځان غولوي.”

پر پوځ د پاکستان د دغه پخواني لومړي وزیر نيوکې وروسته له هغه ډېرې شوې، چې نوموړی له واکه لېرې کړل شو.

نور ولولئ: عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی

ښاغلی خان که څه هم له زندان بهر دی خو په تېره یوه میاشت کې یې سیاسي واک سخته ضربه لېدلې ځکه چارواکو یې د ګوند پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند ځینې غړي

د مهمو غړو په ګډون یې لسګونه کسان له ګونده وتلي دي.

ډېری یې په مشرتابه کې وو چې اوس یې استعفاوې کړې دي. زرګونه پلویان یې په زندانونو کې دي او ځینې یې په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي.

نوموړی وايي، د هغو کسانو پر ځای به په خپل ګوند کې نوي کسان معرفي کوي چې “له دندو ګوښه کولو ته اړ کړل” شوي دي. خو نوموړی اندېښمن دی چې ښايي له نویو کسانو سره یې “ورته چلن وشي.”

فواد چوهدري او فردوس عاشق اعوان له تحريک انصاف ګوند وتلي

عمران خان څه غواړي؟

ښاغلي خان له پوځ سره د خبرو اترو غوښتنه کړې چې په وینا یې هدف یې دا دی چې ترینګلی حالت ورسره کابو کړي.

عمران خان د فرانسې له یوه خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، ”زما پر ګوند د کړۍ تنګولو پر ځای راشئ کېنئ خبرې وکړو. د مذاکراتو پر مېز مې پوه کړئ، چې ولې زه د دې هېواد لپاره خطرناک بلل کېږم. ”

عمران خان زیاته کړه: ”زه یې یوازې کړی یم، ځکه زموږ د ګوند مشرتابه نور غړي نیول شوي دي، زموږ لس زره ګوندي ملګري نیول شوي دي، هر هغه کس نیول کېږي، چې د پي ټي ای (پاکستان تحریک انصاف ګوند) پلوي دی، یا پټ شوي دي…زه یوازې پاتې شوی یم. ”

دا ځای کلیک کړئ: عمران خان: کلابند یم، ښايي بیا ونیول شم

د یادونې ده، چې د روانې میاشتې پر نهمه پلازمېنه اسلام اباد کې د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په ځینو سیمو کې خورا سخت احتجاجونه وشول او ځینو ډلو د دې هېواد پر پوځي تاسیساتو او پر پوځي مرکز هم یرغلونه وکړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button