سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

د پاکستان پوځ تېره ورځ یو ځل بیا افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي له پټن‌ځایونو اندېښنه ښودلي ده

جنرال عاصم منیر د کوټې په سي ایم ایچ روغتون کې له ټپي شویو پوځیانو سره لیدنه وکړه او په دې لیدنه کې یې یاده اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر د بلوچستان مرکز کوټه کې د پوځ هغه مرکز ته تللی و او هلته د ژوب سیمې پر یوه پوځي مرکز د وړمې ورځ برید په هکله معلومات ورکړل شول.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار مسوولینو په وینا جنرال منیر په هغه برید کې د وژل شویو پوځیانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.

دا برید د پاکستاني پوځ پر ګارنیزیوون شوی

وړمه ورځ وسله والو کسانو کوټې ته نژدې د پاکستاني پوځ پر ګارنیزیون برید وکړ او وروسته د پاکستان پوځ رسنیز مرکز مسوولینو وویل، چې په نښته کې نهه پوځیان او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خبره وسله والو هڅه کوله د ژوب په کینټ سیمه کې پوځي مرکز ته ننوځي، خو ساتونکو یې دا هڅه ناکامه کړه.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر په روغتون کې له ټپي شویو پوځیانو سره هم لیدلي دي.

د پوځ په اعلامیه کې زیاته شوي، چې پاکستان پوځ د هغو خوندي پټنځایونو او فعالیت ازادۍ په هکله سخته اندېښنه لري، چې د اعلامیې په ټکیو د پاکستاني طالبانو تحریک وسله وال یې په افغانستان کې لري.

د پاکستاني پوځ اعلامیې ته طالبانو غبرګون نه دی ښودلی

د ای اېس پي ار په اعلامیه کې د جنرال منیر له قوله ویل شوي: ”تمه ده چې له دوحې هوکړې سره سم به د افغانستان سرپرست حکومت ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د هېڅ یوه بل هېواد پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي. ”

په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې: ”دغه راز په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله اندېښنه ده، چې باید لېرې شي. داسې بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان وسله وال پوځ به د داسې بریدونو سخت ځواب ورکړي. ”

نور ولولئ: د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو لپاره د کابل کوربتوب

که څه هم د وړمې ورځې برید د تحریک جهاد پاکستان په نامه وسله والې ډلې منلی، چې مخکې یې نوم ډېر نه دی اورېدل شوی، خو پاکستاني پوځ د تېر په څېر د پړې ګوته هغو وسله والو ته نیولې، چې د دوی په وینا له ډېورنډ کرښې پورې افغانستانه راځي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button