ټکنالوجيژوند او ټولنهسات تيري

د ځیرکو مبایلونو د زیات استعمال زیانونه او اغېزې

د ځیرکو مبایلونو زیات استعمال د انسان لپاره ځینې روغتیايي او نور زیانونه لري

په اوسني عصر کې د مبایل کاروونه یو ضرورت دی، خو زیات استعمال یې کېدای شي تاسو ته ځینې زیانونه هم واړوي او له بېلابېلو لارو ستاسو روغتیا اغېزمنه کړي. ډېری خلک د مزل کولو یا قدم وهلو په وخت کې په ساعتونو ساعتونو د مبایل سکرین ګوري چې ددوی دا عمل هم د دوی پر روغتیا اغېز لري او هم پر روان.

نور ولولئ: په ۲۰۲۳ کال کې د منصوعي ځیرکتیا غوره دندې

د ۲۰۱۱ کال په نسبت په ۲۰۲۳ کال کې ۹۷ سلنه خلک مبایل کاروي چې دا په کې ۸۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دا ارقام بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې توپیر کوي. ځینو هېوادونو کې زیات او په ځینو کې بیا یو څه اندازه لږ خلک کاروي. د مبایل زیات استعمال ډېر زیانونه لري، خو موږ یې دلته یو څو زیانونو ته اشاره کوو.

پر ژور خوب کولو منفي اغېز لري

بېلابېلو څېړنو موندلي ده چې د مبایل زیات استعمالوونکې کسان ژور خوب نه لري. دوی د خوب په وخت کې ویده کېږي، خو په ژور خوب نه ویده کېږي او بل ژر ژر ویښېږي.

ددې دلیل دادی چې د خوب پر وخت د مبایل استعمال پر خوب کوونکي اغېز کوي، ځکه مبایل یو ډول شنې رنګه وړانګې تولیدوي چې دا وړانګې د میلټونین په نوم هرمون له تشرح راګرځوي او دا هرمون په ژور خوب کولو کې مرسته کوي.

د مبایل زیات استعمال کولی شي چې ستاسو خوب ګډوډ کړي. مثلا: که اوس ستاسو خوب منظم وي، نو کېدای شي چې راتلونکې که پوره یعنې اته ساعته خوب ونه لری او که یې ولری هغه به ګډوډ وي لکه د خوب په وخت به خوب نه درځي او بې ځایه وخت کې به تاسو ویده کېدلی نشی.

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا کنترول لپاره د قوانینو اړتیا

ددې تر څنګ به تاسو ته د بدن ستړیا پیدا شي او نا ارامه به یاست.

د مبایل زیات استعمال له امله د کنسر خطر

ځینو څېړنو په ډاګه کړې چې وایرلسي ډیوایسونه لکه مبایل تیلیفونونه راډیویي فریکونسۍ تولیدوي چې هغه د انسان په بدن لګېږي او دا اندېښنې یې زیات کړي چې د مبایل زیاته کاروونه د وخت په تېرېدو پر ډي این اې اغېز کوي او د کنسر خطر زیاتوي، خو داسې شواهد هم نه دي وړاندې شوي چې نېغ په نېغه یې اغېزې ثابتې کړی شي.

په ۲۰۲۰ کال کې یوې څېړنې ویلي وو چې له ۱۰۰۰ ساعتونو ډېر په پرله پسې توګه د مبایل کارونه د کنسر خطرونه رامنځته کوي، خو دا څېړنه کافي نه ده بلل شوي بلکې لا ډېرو څېړنو ته اړتیا لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button