د ښاروالۍ عواید څه دي او څنګه راټولیږي؟
اړوند خبرونه:
ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟
د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل
اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه
محمدالله شېرزی/ ښاروالۍ عایداتي او خدماتي ادارې دي، چې غيرې بودیجوي واحدونه هم بلل کیږي. هغه ځکه چې ښاروالیو ته د مرکزي ادارې له لورې د ملي بودیجې څخه تخصیص نه ورکول کیږي، بلکې خپل عواید د ښاریانو څخه راټولوي او په هماغه ښار کې یې د عادي او پراختیايي پلانونو له مخې په مصرف رسوي.
د ښاروالۍ عواید څه دي؟
ښاروالي دوه ډوله عواید لري، چې یو یې ثابت او بل غېرې ثابت دي. ثابت پدې مانا چې د تغییر وړ نه دي او په بودیجه کې ثابت ځای لري، خو غيرې ثابت عواید هغه دي، چې کال په کال، میاشت په میاشت او ورځ په ورځ تغییر کولی شي.
بیلګې
ثابت عواید: د صنفي فعالیت جواز، د صفایي محصول، کرایې…
غېرې ثابت عواید: د ځمکو قیمت، د تهجایۍ محصول…
یانې ثابت عواید کمی نه مني او د اقتصادي نورم له مخې په کلني ډول لس سلنه زیادت وړاندیزوي، خو غېرې ثابت عواید د اټکل وړ نه دي، کیدای شي، یو کال یوه پروژه عملي شي او د ځمکې قیمت له طریقه لسګونه میلیونه عواید ترې راټول شي او بل کال نه وي.
څنګه راټولیږي؟
د ښاروالۍ عواید د قوانینو له مخې مشخصې سرچینې او کوډونه لري، چې د هغې پر اساس په کلني ډول پیشبیني کیږي او د ور کړل شوي پلان له مخې د میاشتني، ربعوار او کلني هدف له مخې تحقق پیدا کوي، چې پدې برخه کې بیا کسر د منلو نه وي او باید قانع کوونکي دلایل وړاندې شي.
د ښاروالۍ عمده عایداتي سرچینې په لاندې ډول دي:
د صفایۍ محصول، د صنفي فعالیت د جواز فیس، د ښاروالۍ ملکیتونو کرایې، د جواز سیر فیس، د ودانیزو نقشو فیس، د ساختمان فیس، د لاسي پلورونکو د تهجایۍ محصول، د دخولي دروازو د ښاري خدماتو محصول، د استوګنیزو نمرو ښاري خدمات، د استوګنیزو نمرو د ځمکو خرڅلاو، د اشتهاري لوایحو فیس، د مسلخ عواید، د غونډو تالارونو کرایه، د تېرو کالونو باقیات، په تادیاتو کې د ځنډ د جریمې محصول، د اصنافو د بیلا بېلو سرغړونو د جریمو محصول او متفرقه عواید.
دغه عواید لاس په لاس نه، بلکې د تعرفې په ورکړې سره د لاسته راوړلو وړ دي، چې د ای اف ام اس سیستم څخه تعرفه د احجامو له مخې پرېنټت کیږي او غوښتونکی دغه تعرفه د مربوطه بانک له لارې تحویلي او د اطمینان په خاطر یې د اړونده مدیریت سره کاپي شریکوي، چې هغه لاسلیک او مهر کیږي.
څنګه مصرفیږي؟
د ښاروالۍ پیشبیني شویو عواید ته د مصرف په موخه لګښتیز(مصارفاتي) پلان جوړیږي، چې دغه دواړه (عایداتي او مصارفاتي/انکشافي) پلانونه د مالي کال د پیل څخه وړاندې ترتیب او مرکز ته د منظوری په موخه لیږل کیږي او باید د سمون وړ وي، چې دغه راټولیدونکي عواید په پراختیايي پروژو، تنظیف او سرسبزۍ، د کارکوونکو په معاشاتو، قرطاسیه او نورو اړینو دفتري لوازمو او اړتیاوو باندې، چې په مصارفاتي پلان کې شامل وي، په مصرف رسیږي.
پراختیايي پروژې داوطلبي او قرارداد ایجابوي او نورې وړې اړتیاوې د خریدارۍ ربعوار هیئت له لورې د حوالو په وجه ترسره کیږي او د بانک څخه د یوې اوږدې پروسې وروسته وځي.
که راټول شوي عواید په وخت په مصرف نه شي، څه کیږي؟
څرنګه چې وړاندې یادونه وشوه، دواړه پلانونه د یوه کال دپاره جوړیږي، که خدای مه کړه، د کومو مشکلاتو او یا غفلت له مخې د یوه کال عواید په همدې کال کې په مصرف و نه رسیدل، نو د کال په پای ته رسیدو سره د جاري حساب څخه زخیروي حساب ته لیږدول کیږي او ښاروالي یې عادي نشي مصرف کولی، بلکې د بل کال په جریان کې به ورته د پراختیايي پلان له مخې د عوایدو معادل پروژه نیول کیږي، چې زیاتره وخت په عایداتي پروژه باندې ټېنګار کیږي او د ماليې وزارت د استازي د کتنې او ارزونې وروسته دغه عواید بیا جاري حساب ته لیږدول کیږي او د هماغه پروژې د لګښت دپاره ورکول کیږي.
ښاریان څنګه ترې خبریږي؟
دا چې دغه عواید د ښاریانو څخه راټولیږي او په ښار کې د ښاریانو د عامه غوښتنو او خدماتو دپاره په مصرف رسیږي، نو د دې پروسې څخه د بشپړ خبراوي حق ورکړل شوی، چې د ښاروالیو په چوکاټ کې د تېرو کړنو د مالوماتو ربعوارې او کلنۍ غونډې یې غوره بېلګې دي. ښاري اصناف، ګذر وکیلان، رسنۍ او عامه ښاریان پکې برخه اخلي، دوی ته د ښاروالیو مسولین راټول شوي عواید ټکي په ټکي تشریح کوي او د لګښتونو پوره مالومات ورته په ناسته کې وړاندې کوي.
همداشان دوی ته د ټولنیز څار/تفتیش حق ورکړل شوی، چې د ښاروالۍ هره پروژه او پروسه وڅاري، چې شته نېمګړتیاوې او غوره نظرونه/وړاندیزونه د مربوطه مسولینو سره شریک کړي او ځاتنه قناعت حاصل او پروژې خپلې وګڼي.
پایله
که په لنډ ډول ووایو، ښاروالۍ د ښاریانو د عوایدو زخیروي صندوق دی، چې کارکوونکي یې ساتنه او لګښت په غاړه لري، بدل کې یې مزد اخلي او د زخیروي صندوق څخه راټولیدونکي عواید د ښار په لومړیتوبونو باندې په مصرف رسیږي او د ښاریانو هرې روا غوښتنې ته باید ځواب ووایي.