کورني خبرونه

د کابل بانک له پېښې وروسته طالبان خپلو غړو ته معاشونه په رفترونو کې ورکوي

طالبانو د کابل بانک له پېښې وروسته پرېکړه کړې چې له دې وروسته به خپلو غړو ته معاشونه دفترونو کې ورکوي

داسې راپورونه خپرېږي چې پر طالبانو ورځ تر بلې بریدونه زیاتېږي او له همدې امله دغه ډله هم د تلفاتو د مخنیوي په خاطر خپل نوي تکتیکونه کاروي.

تازه د طالبانو د مالیې وزارت د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې د خپلې ډلې امنیتي ادارو کارکوونکو معاشونه په خپلو دفترونو او پوستو کې ورکوي.

کندهار کې د کابل بانک پېښه

دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې څو اونۍ وړاندې په کندهار کې نوي کال بانک مخې ته د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او ۴۵ ټپیان شول.

د طالبانو د مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه یې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره کړې ده.

نور ولولئ: پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو ویره

نور ولولئ: داعش وايي، د بغلان جومات کې ځانمرګی برید دوی کړی

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ به یوازې د ملکي کارکوونکو لپاره فعالې وي.

kabul bank (3)
د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید

په دې خبرپاڼه کې راغلي: “د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ د ملکي کارکوونکو د تنخوا ورکولو په موخه فعالې دي؛ ترڅو کاري ګڼه ګوڼه را کمه شي؛ د کارکوونکو امنیت خوندي او له کوم ګواښ پرته په بشپړ خوندیتوب خپله تنخوا ترلاسه کړي.”

د طالب جنګیالیو لپاره د معاشاتو اجرا

نوی کابل بانک د تېر افغان حکومت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې امنیتي ځواکونو ته معاشونه اجرا کوي.

په کندهار کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته په دغه ولایت کې د نوي کابل بانک یوې سرچینې رسنیو ته وویل، چې د برید پر مهال د طالبانو د امنیتي ادارو کسان د معاشونو د اخیستو لپاره د دوی نمایندګۍ ته ورغلي وو.

طالبانو له دغه ځانمرګي برید وروسته په کندهار کې امنیتي تابیاوې سختې کړي دي او د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي.

د شنونکو په وینا، داعش یوازنۍ ډله ده چې په تېرو دریو کلونو کې یې طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولي ده.

داعش ډلې پر طالبانو داسې مرګوني بریدونه کړي چې حتی د طالبانو د رژیم والیان او د ولایتونو مرستیالان یې له منځه وړي دي.

خو طالبان وايي، چې افغانستان کې یې د داعش رېښې وېستلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button