Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړیوال خبرونه

ريچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د سلګونو بندیانو خوشي کېدو په هکله هېڅ رپوټ نه دی ترلاسه شوی

افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ وايي: د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې د سلګونو بندیانو خوشي کېدو په هکله هيڅ رپوټ نه دی ترلاسه شوی

د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ښاغلي بېنېټ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي چې د عیدالفطر په مناسبت د طالبانو حکومت لخوا د ۲۴۶۰ بندیانو خوشي کېدو او د ۴۸۱ بندیانو د بند مودې کمېدو په هکله هيڅ مالومات نه دي رسېدلي. نوموړي دغه راز په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د زدکړو فعال مطیع الله ویسا او مرتضی بهبودي په ګډون ټول هغه کسان خوشي کړي چې د ده په وینا په خپلسري توګه یې نیولي دي تر څو دا کسان اختر له خپلو کورنیو سره تېر کړي.

نور ولولئ: د اماراتو او سعودي۱۴۰ ټنه تازه بشري مرسته؛ طالبان وايي پر اړمنو افغانانو به ووېشل شي

طالبانو د مارچ په وروستیو کې ومنله چې دغه هېواد کې یې د پوهنې د ودې او پراختیا یو پېژندل شوی فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا نیولی دی

طالبان وايي هغه یې په دې خاطر نیولی چې د دوی په وینا “خپلسري فعالیتونه” یې کول او د نظام ضد هڅونې یې درلودې. افغان الاصله فرانسوی خبري عکاس مرتضی بهبودي هم له تېرو ۱۰۰ ورځو راهیسې د طالبانو حکومت د استخباراتو په بند خونه کې دی.

نور ولولئ: طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی

د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده د امر له مخې یې د کوچني اختر په مناسبت سلګونه زندانیان خوشي کړي او یا یې د بند موده کې کموالی راوستلی دی

یادې محکمې خوشې شوي بندیان د بښنې مستحق بللي او په وینا یې هغه چې د تخفیف وړ وو د بند موده یې کمه شوې.

نور ولولئ:امريکا کې بشري حقونه د امريکايانو لپاره سرخوږی ګرځېدلي

د طالبانو سترې محکمې په خپره شوې خبرپاڼې کې ویلي و په دې وروستیو کې د بې برخلیکه او بښنې مستحق بندیانو معلومولو لپاره بېلابېل پلاوي ګومارل شوې وو.

چې د هر اړخیزې پلټنې وروسته یې د اختر په مناسبت ټول ټال شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د خوشې کېدو یا تخفیف وړ بلل شوي.

تر اوسه نه په ډاګه شوې چې د خوشي کېدو په لېست کې مطيع الله ويسا او مرتضی بهبودي هم شامل دي که نه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button