هنر او ادب

سږ کال د بالیووډ سینما له پنځه لویو جنجالونو سره مخ شوه

بالیووډ فلمي صنعت او جنجالونه یو له بله سره تړلي دي، یعنې کاله چې د بالیووډ نوم اخلو نو زموږ ذهن به هرو مرو ځینې جنجالي پېښې را تداعي کېږي، چې په روان کال ۲۰۲۲ کې هم دغه فلمي صنعت له لویو جنجالونو سره مخ شو، چې دلته به یې یادونه وکړو.

۱: په ټویټر کې د بایکاټ کمپاین:

د کورونا له مشکل وخت څخه په راوتلو بالیووډ سینما د بایکاټ له کمپاین سره مخ شوه او له خلکو وغوښتل چې د دغه سینما فلمونه دې نه ګوري، چې له امله یې د عامر خان د (لال سینګ چډها) په څېر فلم هم ناکام شو.

۲: د کشمیر فایلز فلم یو تبلیغاتي فلم وګڼل شو:

د کشمیر فایلز په نوم فلم په ځینو ځایونو کې له هرکلي سره مخ شو او په ځینو ځایونو کې یې په اړه پوښتنې راپورته شوي، ویل کیږي چې دا فلم د کشمیري مسلمانانو پر ضد جوړ شوی دی او دې ته فلم ته تبلیغاتي رنګ ورکړل شو.

۳: د رنویر سینګ بربنډ عکس اخیستل:

د روان کال په لومړیو کې د بالیووډ اداکار رنویر سنګ له یوه لوی جنجال سره مخ شو، چې قضیه هم پرې ثبت شوه، ځکه چې هغه د یوې مجلې لپاره بربنډ عکس اخیستی و.

نور یی ولوله | شعیب ملک د ثانیه مرزا سره د جلا کېدو په اړه: دا زموږ شخصي موضوع ده

نور یی ولوله | اجي دیوګن یو ځل بیا د فلم سنګم جوړولو ته چمتو دی

۴: د جیکولین فرنانډیس د پیسو قضیه:

د بالیووډ اداکارې جیکولین فرنانډیس نوم هغه مهال له هېواد څخه د پیسو په قضیه کې راښکاره شو، کله چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۷ مه د ډیلي په یوه محکمه کې د چندراشیکر پر ضد د ۲۰۰ کروړه روپیو قضیه ثبت شوه.

۵: د لایګر فلم لپاره بودیجه له کومه شوه؟

هندي ادارو د لایګر فلم د بودیجې د قضیې په تړاو د اداکار وجې دیوراکونډا څخه نهه پوښتنې ګروېږنې وکړې، ځکه چې دا فلم په تور پیسو جوړ شوی و او دا فلم د لیدونکو په متاثره کولو کې هم پاتې راغلی او په باکس آفس ناکام شو

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button