هنر او ادب

شعیب ملک د ثانیه مرزا سره د جلا کېدو په اړه: دا زموږ شخصي موضوع ده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور الراونډر شعیب ملک یو ځل بیا له خپلې مېرمنې، هندۍ ټینس ستورې ثانیه مرزا سره د جلا کېدو اوازو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې زموږ شخصي ژوند کې لاسوهنه مه کوئ.

شعیب ملک : 

د یوې مرکې په ترڅ کې د خپرونې کوربه له شعیب ملک وپوښتل چې ستاسو او د ثانیه مرزا ترمنځ د جلا کیدو اوازې ډیرې دي، دې پوښتنې ته یوازې په هو یا نه ځواب ورکړئ. شعیب ملک د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا زموږ شخصي موضوع ده، زه او زما میرمن دې پوښتنې ته ځواب نه ورکوو او د دې لپاره بخښنه غواړم او له تاسو غواړم چې له موږ څخه د جلا کیدو په اړه پوښتنې مه کوئ

نور یی ولوله | اجي دیوګن یو ځل بیا د فلم سنګم جوړولو ته چمتو دی

نور یی ولوله | بیلا حدید د نړۍ د تر ټولو سټایلیش شخصیت لرونکې وګڼل شوه

شعیب ملک سره مرکه : 

شعیب ملک د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې که چېرته په راتلونکي کې له کوم ټلویزیون څخه د اداکارۍ وړاندیز ورته وشي، نو زه به یې رد نه کړم؛ خو وبه ګورم چې په راتلونکي کې څه کیږي، زه هر څه ته چمتو یم.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د شعیب ملک او ثانیه مرزا د جلا کېدو اوازې ډېرې ګرمې دي او دوی دواړه هم یوځای نه لېدل کېږي او شعیب ملک څو ځله د طلاق په اړه پوښتنو ته ځواب هم نه دی ویلی نو ځکه خو مینه وال شکمن هم دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button