لوبې

شعیب اختر وایې که ټندولکر تر اوسه کرکټ کاوه نو اوس به یې سل زره منډې جوړې کړې وې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ټیسټ کرکټر او تېز توپ اچونکی شعیب اختر وايي، که نن سچن ټنډولکر لوبه کولی، نو سل زره منډې به یې کړې وای.

شعیب اختر په خپل یوټیوب چینل کې د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي روي شاستري سره په خبرو کې وویل، چې په دې ورځو کې د کرکټ قوانین ډیر سخت شوي، چې د توپ اچونکو لپاره یې مشکل او د توپ وهونکو لپاره اسانتیا رامنځته کړې.

نور یی ولوله | افغانستان کې دولتي پوهنتونونه راتلونکې اوونۍ بېرته پرانیستل کېږي

د سچن ټندولکر په اړه یې ویلي، که چېرته دا ستر توپ وهونکی د کرکټ اوسنیو قوانینو سره لوبېدلی، نو سل زره منډې به یې جوړې کړې وای، ځکه چې د کرکټ نوي قوانین د توپ وهونکو طرفداری کوي او که ټندولکر اوس وای نو ډېره ګټه به یې کړې وای.

نوموړي ویلي، اوس دوه نوي توپونه پیدا شوي او د درېیو ریویو یا بیا کتنې اجازه هم شته، نو په دې صورت کې فکر وکړئ چې ټندولکر لوبه کوي او درې ریویو هم شته نو هغه به سل زره منډې کړې وې.

د ویلو ده چې تکړه توپ وهونکي سچن ټنډولکر په نړیوال کرکټ کې د خپل کیریر په اوږدو کې ۳۴۳۵۷ منډې جوړې کړي، په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې، په نړیوالو کرکټ کې یې ۱۰۰ سلیزې او ۱۶۴ نیمه سلیزې هم وهلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button