ځایی

شیعه ګان: طالبان دې تبعیضي چلند پرېږدي

شیعه دیني علماوو له طالب حکومت د تبعیضي چلند د پرېښودو غوښتنه وکړه

دوی وايي، له تعیضي چلند ستړي دي او باید په طالب رژیم کې تبعیضي چلند پای ته ورسېږي.

د اهل تشیع یو شمېر دیني عالمان له طالبانو غواړي چې، په افغانستان کې له تبعیض پرته حکومتولي وکړي.

دوی وايي، د هېواد شیعیان په هر ډول شرایطو کې له طالب رژیم سره همکار دي او همداراز له ددوی له حکومت ملاتړ کوي.

د کابل په لوېدیځ کې د اهل تشیع یو شمېر دیني عالمانو او خلکو د مسلمانانو د معنوي ملاتړ په نامه یوه غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ.

له طالبانو د تبعیضي چلند د پرېښودو غوښتنه

دغه دیني عالمان له طالب رژیم تمه لري څو له تبعیض پرته په هېواد کې حکومتولۍ ته دوام ورکړي او ټينګار کوي چې د هېوادوالو پر ستونزې باید یو شان حل کړای شي.دیني عالم، بازل و ویل: « د اسلامي امارت له مشرانو او علماو غواړو چې له تبعیض او تعصب پرته او شخصي ګټو پرته د یوه دیني افغانستان لپاره فکر وکړي.»

د مصباح په نوم یو بل دیني عالم و ویل: «داسې لاملونه او فکټورونه باید وي چې یوه ټولنه پرې ژوندۍ وي، یوه ټولنه باید معنوي ژوند و لري.»

نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي

نور ولولئ: یوناما هرات کې پر شیعه‌ګانو وروستی برید وغانده

یو شمېر دیني عالمان دغه راز تاییدوي چې د ټولنې د اصلاح لپاره اړتیا ده څو دیني عالمان او حکومت په ګډه کار وکړي.

علي داد علي زاده و ویل: «هم دیني عالمان او هم حکومت دا مسوولیت لري او دا ګډ مسوولیت دی چې باید سر ته ورسول شي.»

پر تبعیضي چلند د طالبانو بار، بار تورنېدل

دا څووم ځل دی چې طالبان پر تبعیضي چلند تورنېږي. له دې وړاندې طالبانو او ددوی عسکرو په هېواد کې د شیعه ګانو د عاشورا مراسم ګډوډ کړي وو. دغه مذهبي ډلې ته یې اجازه نه وه ورکړي چې خپل مراسم ونمانځي.

له دې وړاندې د شیعه ګانو د علماوو شورا په یوه ویډیو کې پر طالبانو نیوکه کړي وه چې یوه غوښتنه او وړاندیز یې هم نه دی منل شوی. دغه دیني عالم زیاته کړي وه چې دوی طالبانو ته وړاندیزونه کوي، خو هغوی د شیعه ګانو ستونزو ته پام نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له رژیم مذهبي اقلیتونه ناخوښ دي، خو طالبان بیا وايي چې دوی ته رسیدګي کوي او ستونزې یې اورېدل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button