طارق علي او فیصل بن عبدالله افغانستان کې پر وروستیو بدلونونو غږېدلي

اړوند خبرونه:
د اسلامي همکاریو سازمان د اسلاماباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي
کابل کې د اسلامي همکاریو سزمان دفتر رسماً پرانیستل شو
د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله الحنزب په کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث شوی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دغو استازو دوحې کاري غونډې په څنډه کې له یو بل سره کتلي د افغانستان په اړه پر ځینو مسایلو غږېدلي دي.
په دې کتنه کې طارق علي بخیت په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره د قطر له پرلهپسې هڅو مننه کړې، او د افغانستان له خلکو سره یې د «اسلامي همکاریو سازمان» د ملاتړ خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې له افغانستانه د اسلامي امارت یو ګډ لوړپوړي پلاوي هم ګډون کړی و. تر دې غونډې مخکې ویل شوي وو چې د ناستې یوه موضوع به په افغانستان کې د نشهيي توکو پر ضد د فعالیتونو ارزونه هم وي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د بېلابېلو هېوادونو استازو د هرې نړیوالې غونډې په څنډه کې د افغانستان روان وضعیت ارزولی او خپلې اندېښنې، مشورې او نظریات یې خپاره کړي دي.