کورني خبرونه
رجحان

طالبان محصل حمید جلال زموږ ځواکونو وژلی دی

طالبانو د محصل حمید جلال وژنه د خپلو وسله والو کار وباله

حمید جلال هغه مهال په کابل کې ووژل شو چې د اګست په ۱۴مه یې د طالبانو له رینجر خپل موټر مخکې کړ، خو طالبانو بې له کوم خبرداري پر هغه ډېزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.

تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ومنله، چې زده‌کړیال حمید جلال د دوی د ځواکونو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی.

ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب وسله‌والو د سه شنبې په ورځ په کابل ښار کې د جلال پر موټر هغه مهال ډزې وکړې او نوموړی یې وواژه، چې د هغه موټر د طالبانو له رینجر موټره مخکې شو.

په پېښه کې د ښکېل کس نیول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې «په پېښه کې ښکېل» کس یې نیولی دی.

قانع وايي:« دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده او له پلټنو وروسته به نوموړی پوځي محکمې ته ولېږل شي.»

نور ولولئ: طالبان نن (اګست ۱۴مه) واک ته د رسېدو کلیزه نمانځي

نور ولولئ: جان بولټن له بایډن ادارې سره باید له افغانستانه د وتلو حساب وشي

د جلال کورنۍ ته نږدې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی د سه شنبې په ورځ (د زمري په ۲۳مه) د خپلو ټولګي‌والو سره د خپل یو ملګري د واده مبارکۍ ته تللی و چې د لارې په اوږدو کې ووژل شو.

د حمید جلال یو خپلوان وايي، هغه د موټر شاتني سیټ کې ناست و چې دوه مرمۍ یې په سر لګېدلې وې.

طالبانو له ډزو وړاندې هغوی ته د درېدو په اړه څه نه و ویلي.

د قاتل د سزا غوښتنه

دغه سرچېنه وایي، د جلال کورنۍ له طالبانو غواړي چې قاتل ته دې سخته سزا ورکړل شي.

حمید جلال، د ننگرهار ولایت اوسېدونکی او د کابل په سلام خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې زده‌کړیال و، نوموړی سږ کال له دغه پوهنځي څخه فارغېدلو.

د سلام پوهنتون هم په یوې خبرتیا کې د دغه زده‌کړیال په وژنه غمرازي ښودلې ده.

دغه خصوصي پوهنتون ویلي، چې حمید جلال په یوې «غملړلې» پېښه کې وژل شوی دی.
طالبان,محصل حمید جلال,حمید جلال,افغانستان

په تېرو درېیو کالو کې د طالب وسله‌والو له‌خوا پر ولسي خلکو د ډزو ډېرې پېښې رپوټ شوې دي. خو تر اوسه طالبانو په دغو پېښو کې یو ښکېل کس ته هم سزا نه ده ورکړې او د دغو پېښو په اړه له څرګندونو هم په څنګ تېرېږي.

خلک بیا وايي، طالبان او ددوی محاکم خپلو کسانو ته سزاګانې نه ورکوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button