افغانستان

طالبان وايي، د ټولنیزو رسنیو ناسم کاروونکي به تر څار لاندې ونیسي

اړوند خبرونه: 

پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې

پر ټولنه د سوشل میډیا اغېزې

د طالبانو ‏د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې له ټولنیزو رسنیو نامشروع او غیري اخلاقي استفاده جرم او کاروونکي به یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو خپرولو دیني او عصري علومو ترویج، د اسلامي امت یووالي او متقابل درناوي لپاره وکارول شي نه د تعصب، فکري تحریف، سپکاوي او اخلاقي انحرافاتو لپاره.

خیبر زیاته کړې، هیڅ فرد او بنسټ ته اجازه نشته، چې خواله رسنۍ د ناسمو او غیري اخلاقي موخو لپاره وکاروي.

نوموړي ګوتڅنډنه کړې چې، امربالمعروف وزارت د خپلو صلاحیتونو په رڼا کې ټولې هغه شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري، چې د ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي.

یاد وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له مسافرو جدي غوښتنه کړې، چې رسنۍ د اسلام د دفاع، ملي یووالي ټینګښت او اخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي.

طالبان دغه څرکندونې داسې مهال کوي، چې د دوی په وینا تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو ټولنیزو رسنیو کې د قومونو ترمنځ د کرکې خپرولو او تعصب نیوکه کړې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د مهار لپاره یې جدي اقدام وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button