Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

طالبان په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړوي

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دوی په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړوي

طالب چارواکي داسې مهال دغه خبر ورکوي چې دوی لا د نړیوالې ټولنې برخه نه دي او په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د علمي چارو معين وايي، راتلونکې میاشت په ننګرهار کې د اقليم بدلون په هکله «نړيوال کنفرانس» جوړوي.

لطف الله خيرخواه نن په ننګرهار پوهنتون کې خبري غونډې ته وویل، دا کانفرانس به د لوړو زدکړو وزارت په کوربتوب ننګرهار پوهنتون کې د ۳ ورځو لپاره جوړ شي.

په دې کنفرانس کې به نړیوال کارپوهان ګډون کوي

باختر اژانس د نوموړي په حواله وايي، په دغه کانفرانس کې به د اروپايي او غربي هېوادونو په ګډون د نړۍ دګڼو هېوادونو استازي او د اقليم بدلون کارپوهان ګډون وکړي.

په دې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون مشرپوهاند خليل احمد بهسودوال دا ډول غونډې د اقليم بدلون په اړه د عامه پوهاوي او د پوهنتوني استادانو لپاره ګټورې وبللې.

نور ولولئ: خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

نور ولولئ: د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندې دروازې؛ راتلونکې پسرلي کې به یې طالبان پرانیزي؟

نور ولولئ: د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي سږ کال نشي کولی په ټاکلې نېټه د کانکور ازموينه واخلي

تېره میاشت په دوبۍ د ملګرو ملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون کاپ ۲۸ غونډه هم جوړه شوې وه، خو طالبانو ته پکې بلنه نه وه ور کړل شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی، یوناما، د دې غونډې بهیر کې وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې په لسو زیانګالو هېوادونو کې دی، خو له دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

taliban2
انځور؛ په ننګرهار کې د هغه غونډې انځور چې لطیف الله خیرخوا ورته وینا کېده.

د یوناما له نظره د اقلیم په اړه ناکامي

د یوناما په خبره، طالبان لا ندي توانیدلي چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.‌

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د درېیم کال لپاره پرله پسې وچکالي، اقتصادي ستونزې او په تیرو دوو کلونو کې د دوو ویجاړونکو زلزلو په ګډون د طبیعي پیښو زیان کچه لوړه شوې.

د اقلیم بدلون په روغتیا، حفظ الصحې، بې وزلۍ، کډوالۍ او په کور دننه بې ځایه شوو وضعيت لا پسې خراب کړی دی.‌

د یادونې وړ ده چې طالبان تر اوسه د اقلیمي بدلون په اړه داسې هر اړخیزه پالیسي نشته چې له نړیوالو سره ورباندې په دې برخه مشترک کار وکړي.

بل لور ته طالبان نه شي کولی چې په اوسنیو شرایطو کې چې ټولنه له سخت فقر سره مخامخ ده، د اقلیمي بدلون په برخه کې د پام وړ پایلې لاسته نه شي راوړلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button