نړۍ

عمران خان: کلابند یم، ښايي بیا ونیول شم

حکومت: د عمران خان نیولو پرېکړه نه ده شوې

له دې مخکې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران اندېښنه څرګنده کړه چې د لاهور په زمان پارک سیمه کې یې استوګنځی پولیسو محاصره کړی او ښايي ونیول شي. د یادونې ده چې ښاغلی خان تېره سې شنبه د پلازمېنې اسلام اباد له یوې محکمې د مالي فساد په تور ونیول شو، خو وروسته د پاکستان سترې محکمې د نوموړي نیول غیر قانوني وبلل او خوشی یې کړ.

نور ولولئ: عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم

اوس د پنجاب اطلاعاتو وزیر وايي چې عمران خان د حکومت پارولو هڅه کوي، خو په وینا یې تر سبا ماسپښین دوو بجو پورې به هېڅ هم نه کوي.

نوموړی وايي، حکومت ته داسې تائید شوي رپوټونه رسېدلي چې په زمان پارک کې له دېرشو تر څلوېښتو پورې ترهګرو پناه اخیستې.

د نوموړي په وینا تېر ځل د عمران خان له نیول کېدو وروسته چې په لاهور ښار کې د قول اردو قوماندان کور سوځول شوی و

هغو کسانو ته هم له همدې ځایه لارښوونه کېده او پر پوځي تاسیساتو برید کوونکي هم په همدې زمان پارک کې پټ شوي دي.

نور ولولئ: د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه راوپاريدلي

نوموړي تور پورې کړ چې کېدای شي عمران خان دغه کسان یو، بل لور ته تیت او پرک کړي. د هغه په خبره هغه کس هم په زمان پارک کې پټ دی چې د قول اردو قوماندان یونیفورم یې له ځان سره وړی و. ښاغلی میر وايي: د دې کسانو محاکمه به پوځي محاکمې کوي او ځینې به د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې محاکمه کېږي.

دا هم ولولئ:  د م.م سر منشي: پر ایران د امریکا مسقتیم برید نړیواله سوله ګواښي

د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته پاکستان کې په پراخه کچه لاريونونه وشول

هېواد په ځینو برخو کې پر پوځي تاسیساتو او مېشت ځایونو نامعلومو کسانو بریدونه وکړل. پاکستان حکومت وايي، بلواګر د تحریک انصاف ګوند پلویان او د دې ګوند مشرتابه په لارښوونه یې دا هر څه کړي، خو تحریک انصاف ګوند دا تورونه ردوي.

نور ولولئ: د پاکستان پولیسو عمران خان نيولی

د ګوند مشر عمران خان وايي، هغه وسله وال کسان چې په لاهور کې یې د قول اردو قوماندان پر کور برید وکړ نامعلوم کسان وو، چې خلک یې برید ته هڅول او باید په تړاو یې پلټنه وشي.

اوس د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر په داسې حال کې د بیا نیول کېدو اندېښنه ښودلې، چې د اسلام اباد عالي محکمې دوو قضیو کې د عمران خان لنډمهاله ضمانت د مې میاشتې تر ۳‍۱مې وغځاوه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button