په زړه پورې

غزني کې د هوسۍ د بچي ژغورنه؛ ناقانونه ښکار ته خبرداری

اړوند خبر: 

ننګرهار کې د خلکو له خوا نیول شوی ژوی بېرته خوشی شو

په داسې حال کې چې طالبانو افغانستان کې د وحشي ژوو د ښکار او قاچاق پر ضد ملي کمپاین پیل کړی، د غزني ولایت مسوولینو اعلان کړی چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په تلخک کلي کې یې د هوسۍ یو بچی له یو کور څخه ژغورلی دی.

د غزني د چاپېریال‌ساتنې ریاست وایي، دا عملیات د دوی د منسوبینو او د استخباراتو ریاست د کارکوونکو په ګډه همکارۍ د جوزا په ۴مه (مې ۲۶مه) ترسره شوي. یاد هوسۍ بچی په ناقانونه توګه د علي محمد داوان په نوم یو تن په خپل کور کې ساته، چې وروسته له ژغورل کېدو، د ساتنې او روزنې لپاره کابل ته ولېږدول شو.

د چاپېریال‌ساتنې ریاست وايي، دغه هوسۍ بچی د “کوچنیو حیواناتو د ساتنې” موسسې ته وسپارل شو، څو تر روغتیايي پاملرنې او طبیعي شرایطو ته د عادتېدو وروسته، بېرته طبیعت ته راخوشې شي. چارواکي ټینګار کوي چې د دا ډول ژوو ناقانونه ساتل، نه یوازې د طبیعي ایکوسیستم پر توازن ناوړه اغېز لري، بلکې د قانون خلاف عمل هم دی.

د ریاست الوزرا د هدایت پر بنسټ، اوس‌مهال په ټول هېواد کې د وحشي حیواناتو، مرغانو او کبانو پر ښکار او قاچاق بندیز لګېدلی دی. مسوولین وايي، هر څوک چې د دغو حیواناتو په ښکار یا غیرقانوني ساتنه کې ښکیل وي، قانوني سزا به وویني.

د طبیعت او وحشي ژوو د دفاع برخې کارپوهان دا اقدام ستایي او وایي، دا ډول ژونديو موجوداتو ژغورنې نه یوازې د حیواناتو د نسل د ساتنې لپاره مهمې دي، بلکې د ټولنې د چاپېریالي پوهاوي یوه مهمه برخه هم جوړوي.

دوی زیاتوي چې افغانستان، که څه هم له کلونو جګړو زیانمن شوی، لا هم یو ځانګړی طبیعي تنوع لري، چې د وحشي ژوو نسلونه یې باید وساتل شي. د هغوی په وینا، هر ژغورل شوی ژوی، د یوه نسل د ژغورنې یوه هیلې بښونکي نښه ده.

راپورونه ښيي چې په وروستیو کلونو کې د ښکار، وچکالۍ او د طبعي مېشت ځایونو د تخریب له امله، د هوسۍ، غیږو، لېمو او یو شمېر نادرو مرغانو شمېر په هېواد کې کم شوی دی. مسوولین هیله لري چې د قانون تطبیق او د عامو خلکو پوهاوی به د دې بهیر مخه ونیسي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button