Uncategorized

فرانسه کې د طوفان له امله د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنه تنه شو

فرانسوي چارواکي په مایوت ټاپو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰ تنه ښيي

یوه ورځ وروسته له هغې چې د “شیدو” توپان په مایوت ټاپو کې پېښ شو، د فرانسې له خاورې زرګونه کیلومتره لیرې د دغه هیواد په دې مربوطه  سیمه کې د پاکارۍ عملیات پیل شول.

د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې د راپور پر بنسټ، دا ځواکمن توپان چې د شنبې په ورځ په مایوت کې راغی او په ساعت کې تر ۲۲۰ کیلومترو تېز بادونه یې لرل، د خلکو د مړینې او د پام وړ مالي زیانونو سبب شو.

دغه طوفان او د هند سمندر

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په مایوت کې چې تر ۳۰۰ زره ډېر نفوس لري، د وژل شویو او ټپيانو کره شمېر معلومول، ستونزمن دي. خو دوی اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه به مړه شوي وي.

د مایوت والي، فرانسوا خاویر بیوویل، د یکشنبې په سهار په یوه سیمه‌ییز تلویزیوني چینل کې وویل: «زه فکر کوم څو سوه کسان مړه شوي دي، او کېدای شي شمېر یې تر زرو پورې ورسېږي.»

نور ولولئ: اسپانیا کې اورلګېدنه؛ زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

د مایوت یوه روغتون راپور ورکړی چې د ۲۴۶ ټپیانو درملنه شوې، چې د هغوی د ۹ کسانو حالت جدي دی.

د شیدو توپان د هند سمندر د جنوب ختیځ له لارې تېر شو او کومور او ماداګاسکار (مدغاسکر) ته نژدې ټاپوګان یې هم اغېزمن کړل.

ورغلي ژغورنکي ټیمونه

مسوولانو ویلي چې مایوت د توپان په مستقیم مسیر کې و او د شنبې په ورځ یې ډېر زیانونه وګالل. د هغوی په وینا، دا توپان په تېرو شاوخوا سلو کلونو کې تر ټولو سخت توپان و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۶۰۰ پولیس او ژاندارم ځواکونه یې دې سیمې ته لېږلي چې له خلکو سره مرسته وکړي او د احتمالي لوټمارۍ مخه ونیسي.

نور ولولئ: کاناډا د ځنګلونو له اور سره د مقابلې په برخه کي مرسته غوښتې

همداراز، فرانسه دې ټاپو ته د پوځي الوتکو له لارې مرستې استولې دي.

دا ټاپو د هند په سمندرکې موقعیت لري، مساحت یې ۳۷۴ کیلومتر مربع  له فرانسې ۷۸۳۷ کیلومتره لېرې دی. فرانسه د مایوت په شان له خپلې خاورې ډېر لیري په سمندرونو کې ۱۸ نورې سیمې یا ټوپوګان لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button