هنر او ادب

فنلنډ د ۲۰۲۳ جنسیتي برابرۍ نړۍواله جایزه د افغانستان یوې ټولنې ته ورکړه

دغه ناحکومتي ټولنې افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښځو ته حقوق غوښتي دي

دا ټولنه (د افغان ښځو د مهارتونو پراختیا) په نوم ده چې په افغانستان کې د ښځو د مهارتونو د لوړتیا او حقوقو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي.

ددې ټولنې مشره محبوبه سراج ده چې د نوبل جایزه ته هم نومانده شوې وه، خو دا جایزه یوې ایرانۍ ښځینه فعالې ته ترې ورکړل شوه.

نور ولولئ: محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې ته نومانده ده

دغه جایزه هغې ټولنې ته ورکړل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښځو د حقونو د تر لاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي.

د ورکړل شوې جایزې ارزښت

د محبوبه سراج په مشرۍ د افغان مېرمنو د مهارتونو د لوړولو په برخه کې دغې ټولنې ته ورکړل شوې جایزه درې لکه یورو ارزښت لري.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د مېرمنو له پاره شاوخوا دېرش ادارو کار کاوه، چې له هغې ډلې دا مهال یکي همدا یوه ټولنه (د افغان ښځو د مهارتونو پراختیا) شته چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې چارې پر مخ بیايي.

نوبل جایزې ته د محبوبه سراج کاندیدل

د اسلو د سولې ځېړنیز مرکز مدیر هنرېک اورډال اعلان وکړ، چې د افغان فعالې محبوبه سراج نوم د سولې نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې شامل شو. هغه زیاته کړه، چې سږکال د دغې جایزې احتمالي ګټونکي د بشري حقونو فعالان دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) راپور ورکړ، چې د سولې د نوبل جایزې په نوملړ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، په روسیه کې مخالفه رهبر الکسي ناوالني نومونه هم شامل دي.

نور ولولئ: د د کن فستیوال جایزه ګټونکی فلم

سربېره پر دې له ایرانه د ښځو د حقونو مخکښه فعاله نرګس محمدي هم د سولې د نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې راغلې ده.

هغه له څو کلونو راهیسې په زندان کې وه او د ایران د دولت له سختو مخالفینو څخه ده.

د محبوبه سراج تر څنګ یوه ایرانۍ فعاله

له دې وروسته د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ اعلان وکړ، چې افغانه فعاله محبوبه سراج او ایرانۍ فعاله نرګس محمدي یې د سولې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نوبل کمیټې ته وړاندیز کړی دی.

د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ د طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړی دی او په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت په اړه د نړۍ پام راړول اړین ګڼي.

د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو په نوملړ کې د محبوبه سراج د نوم شاملېدل په افغانستان کې د ښځو فعالانو له غبرکونونو سره مل شو.

مجبوبه سراج سږ کال د نوبل د سولې نړۍوالې جایزې ته هم نومانده وه؛ خو هغه وايي چې د یو شمېر افغانانو د منفی تبلیغاتو له امله له دغې جایزې بې برخې شوه او هغه جایزه د ایران یوې فعالې نرګس محمدی تر لاسه کړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button